Language

چارواکي: وسلوال مخالفين د پوليسو ليکو ته د ننوتو په هڅه کې دي

مزارشريف (پژواك ١٢ زمرى ٩١): د شمال زون امنيتي مسوولين وايي، وسلوال طالبان په هڅه كې دي، چې د دغه زون د روزنيزو مركزونو له لارې د پوليسو ليكو ته لار پيدا كړي.

په مزارشريف كې د شمال زون د پوليسو د اكاډمۍ مشر عبدالرحمن اقتاش د زمري په ۱۲مه په يوه خبري ناسته كې د خبرو پر مهال وويل، دوه تنه، چې له وسلوالو طالبانو سره يې اړيكې لرلې، نيولي دي.

نوموړي، چې له همدې اكاډمۍ څخه د ۲۰۲ نويو فارغينو په وياړ له جوړې شوې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرې كولې، پژواك خبري اژانس ته يې د پوښتنې په ځواب كې وويل، چې ياد مخالفين يې په داسې حال كې نيولي، چې غوښتل يې د پوليسو د اكاډمۍ له لارې د زده كړو په بهير كې برخه واخلي او په دې ډول د پوليسو ليكو ته ځان ورسوي.

د هغه په وينا، له همدې امله يې وپتېيله، چې له دې وروسته به ناپېژانده كس ته اجازه ورنه كړي، چې د پوليسو په ليكو كې جذب شي.

اقتاش وويل، له دې وروسته هغه څوك د پوليسو په ليكو كې ځاى پر ځاى كېدى شي، چې د امنيتي او كشفي ارګانونو له خوا ور وپېژندل شي.

نوموړي زياته كړه، چې وسلوال مخالفين په دې هڅو كې دي، چې د پوليسو په ليكو كې نفوذ وكړي او له دې لارې په هېواد کې نا امني رامنځته کړي.

د ده په خبره، دوى په ټوله معنا د وسلوالو مخالفينو له دا ډول ارادو خبر دي او وخت به ورنه كړي، چې د پوليسو ليكو ته لاره پيدا كړي.

نن له يادې اكاډمۍ څخه د ظرفيت د لوړوالي په برخه كې ۲۰۲ ساتمنان او افسران فارغ شول، دغه مركز تر دې دمه ۱۶۰۰ پوليس په بېلابېلو برخو كې روزلي دي.

Related Topics