مزارشريف-کندهار ښار (پژواك ١٧ زمرى ٩١): د ماين په يوه چاودنه کې د کندهار د راډيو ټلويزيون د امر د کورنۍ د دوو غړو په ګډون درې عام وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه پرون ماښام د کندهار د زاړه ښار د مير بازار په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کندهار د راډيو ټلويزيون د امر نورالله نوري د کورني غړي خپل کور ته روان وو، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر چاودنه رامنځته او له امله يې د نورى ورور، وراره او د راډيو ټلويزيون د امريت موټر چلوونکى ووژل شول او يو بل تن ټپي دى.
نوموړي د دې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر ل مخې، د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د يوې چاودنې له امله درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست وياند همايون همنوا پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر په دولت اباد ولسوالۍ كې د شوې چاودنې له امله يو تن ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
نوموړي زياته كړه، چې دغه ماين پر باسيكل اېښودل شوى و او د عامو خلكو د تګ راتګ په ځاى كې يې چاودونه وركړه.
د هغه په وينا، ټپي شوي كسان روغتون ته وړل شوي او روغتيا حالت يې د ډاډ وړ دى.
د سيمې اوسېدونكي عين الله پژواك اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ مركز ته څېرمه په داسې ځاى كې چې د عامو خلكو ګڼه ګوڼه هم ډېره وه، چاودنه وشوه.
نوموړي زياته كړه، چې د پېښې په ځاې كې يې دوه ټپي شوي كسان ليدلي، چې روغتون ته لېږدول كېدل.
امنيتي مسوولين وايي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.