ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زاخېلوال له لويې څارنوالۍ د خپلو شتمنيو د څېړنو غوښتنه وکړه

زاخېلوال له لويې څارنوالۍ د خپلو شتمنيو د څېړنو غوښتنه وکړه

author avatar
7 Aug 2012 - 16:58
زاخېلوال له لويې څارنوالۍ د خپلو شتمنيو د څېړنو غوښتنه وکړه
author avatar
7 Aug 2012 - 16:58

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩١): د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې د ده د شتمنيو په اړه دې شفافې پلټنې وکړي.

د ماليې وزير دغه څرګندونې د زمري په ١٧مه، کابل کې د يوې خبري غونـډې پر مهال، وروسته له هغه وکړې چې ځينو رسنيو په دې وروستيو کې د هغه په اړه داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګوندې اداري فساد يې کړى او زياتې پيسې يې په بانکي حسابونو کې راټولې کړې دي.

هغه د ده د شتمنيو په اړه خپاره شوي معلومات سم وبلل، خو يې ويل چې دا يې خپلې دي او هېڅ فساد يې نه دى کړى.

نوموړي وويل، چې له تر ٢٠٠٣ زېږديز کال راهيسې په بېلابېلو دولتي او نادولتي پوستونو کې يې کار کړى او د مياشتې تر ٢٠زره امريکايي ډالره پورې يې معاش اخيستى دى.

زاخېلوال زياته کړه، چې د دې ترڅنګ ده کورنيو او بهرنيو رسنيو ته يې مقالې ليکلي او دغه راز ګڼ شمېر کتابونو يې هم چاپ کړي او له دې لارې يې پيسې ګټلې دي.

د ماليې وزير د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې مشر عزيز الله لودين تورن کړى، چې له خپلې دندې يې ناوړه استفاده کړې او پر ده يې بې ځايه تورونه پورې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((هغه له ما سره شخصي دښمني او عقده لري، څو کاله مخکې يې له ماليې وزارت څخه د زياتو معاشونو غوښتنه کړې وه، چې ونه منل شوه.))

ډاکټر زاخېلوال له لويې څارنوالۍ وغوښتل، چې د ده د شتمينو په اړه شفافې پلټنې وکړي او پايلې دې په ملي او نړيوالو رسنيو کې خپرې کړي.

نوموړي د هغه مکتوب يوه کاپي هم د رسنيو استازو ته وسپارله، چې په کې لويې څارنوالۍ ته عارض شوى دى.

هغه له څارنوالۍ غوښتي، چې د هغو کسانو په اړه دې هم پلټنې وکړي او د قانون منګولو ته وسپاري، چې د ده او د کورنۍ شخصي بانکي حسابونه يې پلټلي او شخصي رازونه يې افشا کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ده د بدنامولو تر شاه سياسي دسيسه وه او په دې کې هغه څوک هم لاس لري، چې هره ګړۍ يې د رسنۍ له لارې خپروي.

زاخېلوال وويل: ((دغه خلک زما له مطرح کېدو څخه ډارېږي، دوى په وېره کې دي چې ګوندې زه د ٢٠١٤ زېږديز کال ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديدوم، خو دوى دې ډاډه واوسي، زه دغه کار نه کوم.))

د هغه په وينا، دغو کسانو له توکيو کنفرانس مخکې هم دا ناوړه هڅه کړې وه، څو دى په دې کنفرانس کې ناکام ثابت کړي.

ده زياته کړه: ((زه هغه ټول خلک پېژنم، چې د دې دسيسې تر شا لاسونه لري او که لويه څارنوالي وغواړي، نو افشا به يې کړم.))

هغه د ماليې وزير په توګه د خپلو فعاليتونو يادولو پر مهال وويل، چې پخوا د ماليې وزارت بودجه ٤٠ ميليونه افغانۍ وې، خو اوس سل ملياردو افغانيو ته لوړه شوې ده.

زاخېلوال وويل، چې د افغانستان  مالي نظام په سيمه کې سارى نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په هېواد کې ډېرو نورو خلکو د ميليونونو او ملياردونو روپيو فساد کړى، ځمکې يې غصب کړې دي، خو هغوى ته څوک هېڅ نه وايي او نه يې په اړه راپور خپروي.

هغه وايي: ((خو ما چې شخصي پيسې ګټلې دي، ما پسې يې رااخيستې ده.))

نوموړي دغه راز په ياد مکتوب کې له لويې څارنوالۍ څخه د شخصيت د اعادې غوښتنه هم کړې ده.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې مشر عزيز الله لودين نظر هم واخلي، خو ونه توانېد او د هغه سکرتر پژواک ته وويل، چې د حضرت عمر زاخېلوال په اړه نورې قضيې هم رابرسېره شوي او وروسته به يې په اړه معلومات خپاره شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.