ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې د ترينګلتيا خوا ته روانې دي

شنونکي: د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې د ترينګلتيا خوا ته روانې دي

author avatar
10 Aug 2012 - 12:35
شنونکي: د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې د ترينګلتيا خوا ته روانې دي
author avatar
10 Aug 2012 - 12:35

کابل(پژواک،٢٠زمرى٩١): يو شمېر سياسي شنونکي وايي،چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې د ترينګلتيا خوا ته روانې دي او دا حالت  د دواړو هېوادونو په زيان دى .

د پاکستان او افغانستان تر منځ له پخوا د ډېورنډ د کرښې پر سر ستونزه شته او له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسي يې هم له دې امله مناسبات سم نه دي ، چې د افغان دولت يو شمېر وسلوال مخالفين په پاکستان کې دي .

افغان چارواکي وايي، چې وسلوال مخالفين يې په پاکستان کې روزل او تجهيز کيږي،خو پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې نه مني ، چې څه موده مخکې آن د القاعده سازمان مشر هم په دې هېواد کې پيدا او ووژل شو.

له تېر يونيم کال راهيسې له پاکستان څخه پر افغانستان راکټي بريدونه کيږي، چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او افغان حکومت ويلي، چې په دې برخه کې تر دې دمه دېپلوماتيکو هڅو پايله نه ده لرلې.

ولسي جرګې د همدې او نورو امنيتي ستونزو په تړاو عبدالرحيم وردګ د ملي دفاع وزير او بسم الله محمدي د کورنيو چارو وزير استيضاح او سلب صلاحيت کړل.

د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ترينګلتيا له امله ، د دواړو هېوادونو د سوداګريز او ترانزيټي تړون د پلي کېدو په موخه جوړېدونکې غونډه هم ځنډول شوې ده .

دغه راز ټاکل شوې وه ، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پاکستان ته سفر وکړي ، خو دا سفر هم  ځنډېدلى دى.

 سياسي کارپوه احمد سعيدي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې افغانستان له پاکستان سره سياسي بن بست ته رسېدلى او د دواړو هېوادونو اړيکې دومره ترېنګلې شوي، چې ان د جګړې پرلور روان دي.

سعيدي وويل ، چې په افغانستان کې د پاکستان د اوږدې مودې لاسوهنه او په تېر يو نيم کال کې د راکټي بريدونو دوام،د دې بريدونو مخنيوي لپاره د افغانستان د ديپلوماتيکو هڅو ناکامي او پر افغانستان د اقتصادي او نورو فشارونو ډېرېدل ، هغه څه دي چې افغانستان جګړې ته اړ باسي.

دده په وينا، دا په داسې حال کې ده ،چې د اړيکو ترېنګلتيا او جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه ده.

افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي، چې په سوداګريزو او نورو برخو کې يو بل ته اړ دي، نوځکه د اړيکو د ترينګلتيا په صورت کې دواړه هېوادونه زيانمن کېداى شي.

سعيدي وويل،چې په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې د افغانستان کورنۍ ستونزې او له بلې خوا افغانستان ته د نړيوالو او په ځانګړې توګه د امريکا نه پاملرنه، ددې لامل شوې، چې پاکستان په خلاص مټ خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي.

سعيدي وايي :” له بده مرغه د افغانستان دولتي چارواکي ددې پرځاى،چې د هېواد کورنيو او بهرنيو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي، په ناپامۍ سره د ستونزو پر ډېرولو بوخت دي.”

ده د ولسي جرګې لخوا د کابينې د دوو وزيرانو بې واکه کول او د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ ځينې شته ستونزې هغه څه ياد کړل، چې په افغانستان کې ستونزو ته نوره هم لمن وهي.

سعيدي وويل ،چې که په دولت کې د ننه دا وضعيت دوام وکړي، نو پاکستان به د افغانستان لپاره نورې ستونزې هم راولاړې کړي .

سعيدي وايي، چې د افغانستان دولت بايد د پاکستان د لاسوهنو په اړه په رسمي توګه ملګرو ملتونو ته خپل غږ ورسوي.  

همداراز دى وايي، چې د افغانستان دولت بايد د امريکا له متحده ايالتونو ، انګلستان او خپلو نورو نړيوالو ملاتړو سره  يادې ستونزې ته د حل په موخه  ګډه ناسته جوړه کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد جعفر کوهستاني هم وايي، چې د پاکستان او افغانستان اړيکې د ترېنګلتيا پر لور روانې دي ، خو دا وضعيت د دواړو هېوادونو په ګټه نه دى .

دده په اند، پاکستان په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا تر فشار لاندې دى، خو نه غواړي ، چې د تېر په څېر په افغانستان کې د سولې رېښتينې هڅې وکړي.

د هغه په خبره، پاکستان د اړيکو په خرابوالي سره وخت ضايع کوي ، ترڅو د همکارۍ تمه ترې ونشي.

کوهستاني هم وايي، چې د افغانستان دولت ته پکار ده ، چې کورنۍ ستونزې هوارې کړي او په حکومت کې اصلاحات راولي.

دده په باور، که د افغانستان دولت د ښې حکومتولۍ اوږدمهاله ستراتيژي لرلى، نو حکومت به له  فساد او نورو کورنيو ستونزو سره مخ نه واى، نو د پاکستان پروړاندې به د نړيوالې ټولنې له پراخ ملاتړ څخه به هم برخمن وو.

خو ده وويل ، چې که د افغانستان حکومت د اصلاحاتو رېښتينې اراده وکړي، لا هم د ستونزو د حل لپاره وخت په واک کې لري.

بل سياسي کارپوه محمد يونس فکور هم وايي، د افغانستان دولت ته په کار ده ، چې د خپلو کورنيو ستونزو حل او د حکومت اصلاحاتو ته ډېره  پاملرنه وکړي.

دى د پاکستان او افغانستان د اړيکو ترينګلتيا ته اشاره کوي، خو وايي ،چې د پاکستان پر وړاندې د افغان چارواکيو د لهجې تېزېدل بې ګټې دي.

دده په اند، له افغانستان سره د پاکستان ستونزه نړيوال او سيمه ييز اړخ لري او افغانستان ددې ستونزې د حل کولو توان نه لري.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.