Language

مزارشريف (پژواک ٢١ زمرى ٩١): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د احمدشاه ابدالي د  نجونو د عالي لېسې مديره د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شوه.

د بلخ ولسوالۍ ولسوال تيمور شاه فايز د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه لس بجې د ولسوالۍ د شينکۍ په کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسلوالو په سيمه کې د احمد شاه ابدالي د نجونو د لېسې مديره سيما اکاخېله په خپل کور کې ويشتې او وژلې ده.

نوموړي د پېښې د لامل په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې خو په دې تور يې تر اوسه څوک نه دى نيولى.

د سيما اکاخېلې خاوند جان محمد پژواک اژانس ته وويل، چې بېګاه دى په جومات کې د تراوېحو پر لمانځه ولاړ و، چې د ډزو غږونه يې واورېدل.

هغه زياته کړه: ((کله چې کور ته ولاړم، ومې ليدل چې مېرمن مې په وينو کې لت پت پرته وه.))

د جان محمد په وينا، نامعلومو کسانو هغه د اوږې او سر په برخو کې د تومانچې پر مرميو وېشتې ده او په خپله تښتېدلي دي.

نوموړى وايي، چې دوى له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او سيما اکاخېله چې د علم او پوهنې مبارزه وه، د هېواد د سولې او پوهنې دښمنانو د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوې ده.

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جان محمد، چې په خپله هم په ياده لېسه ښوونکى دى، وويل، چې سيما له تېرو اتو کلونو راهيسې د دې لېسې د فعالولو لپاره هلې ځلې کړې وې او د دې له وژل کېدو وروسته به هم د پوهنې په برخه کې د هغې دغې مبارزې ته ادامه ورکړي.

د يادونې ده چې سيما اکاخېله د ولسي جرګې د تېرې دورې د وکيلې حميرا اکاخېل خور وه.

Related Topics