Language

د بلخ چارواکو د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يوې کوڅې د نومونې ننګه وکړه

مزارشريف (پژواك،۲۱ زمرى ۹۱):دبلخ ولايت دولتي مسوولين وايي، چې له افغانستان سره د ايران د هر اړخيزې همكارۍ او په تهران كې د احمدشاه مسعود په نوم د يوې كوڅې د نومولو له امله يې په مزارشريف ښار كې د ايراني وژل شويو ډيپلوماتانو په نوم يوه كوڅه نومولې ده.

تېره اونۍ د بلخ په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه كوڅه چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نامه ونومول شي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د زمري په ۲۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ايران له رسمي وړانديز څخه وروسته په مزارشريف كې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم هغه كوڅه ونومول شوه، چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه.

دغه كوڅه د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته موقعيت لري، چې شمال لوري ته د ښاروالۍ له څنډې تېره شوې او ختيځ ته تر مارمل سړك پورې غځېدلې ده.

د والي وياند فرهاد وويل، چې په مزارشريف كې د ايران قونسلګري د ولايت مقام ته رسمي وړانديز كړى و، چې دغه كوڅه دې په مزارشريف كې د وژل شويو ايراني ډيپلوماتانو په نامه شي.

نوموړي زياته كړه، چې د قونسلګرۍ پر رسمي وړانديزپاڼه كې له افغانستان سره د جهاد، مقاومت او په تېره لس كلنه دوره كې د هر اړخيزې همكارۍ او په تهران كې د احمدشاه مسعود په نامه د يوې كوڅې د نومولو يادونه شوې وه.

د هغه په وينا، ايران پر همدې بنسټ د بلخ ولايت له مقام څخه په مزارشريف ښار كې د خپلو وژل شويو ډيپلوماتانو په نوم د يوې كوڅې د نومونې غوښتنه كړې وه.

فرهاد زياته کړه:((د همدغو همكاريو په درناوي تېره اونۍ په ولايت مقام كې اداري غونډه وه، د ايراني شهيدو ډيپلوماتانو په نوم يې د كوڅې نومول منظور كړل.))

د بلخ د اطلاعات او کولتور رييس صالح محمدخليق هم په مزارشريف ښار كې د ايراني وژل شويو ډيپلوماتانو په نوم د يوې كوڅې د نومولو پخلى وكړ.

نوموړي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه پرېکړه د ولايت مقام په هغې اداري غونډه كې وشوه، چې د ياد رياست له خوا په كې د استاد رباني په نوم او د ولايت مقام د دفتر د رييس له خوا د ايراني وژل شويو ډيپلومانو په نوم د يوې، يوې كوڅې د نومولو وړانديزونه وشول.

د هغه په وينا، اداري غونډې دغه دواړه وړانديزنه منظور كړل.

خو د اطلاعات او کولتور رييس خليق وويل، چې په ولايتونو كې شوې دغه ډول پرېکړې دوى مركز ته هم استوي، چې د منظورۍ په اړه يې وروستۍ پرېکړه وشي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى به په مزارشريف كې د وژل شويو ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يوې كوڅې د نومولو معلومات له مركز سره د وروستۍ پرېكړې په موخه شريك كړي.

 د يادونې ده،د بېلابېلو ټولنو له خوا د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د مزارشريف د يوې کوڅې په نومونو سخت غبرګونونه وښودل شول او په ټولنيز وېب سايټ (فيس بوک) کې هم د بېلابېلو خلکو او ټولنو له خوا يې پر وړاندې سخت غبرګون وښودل شو.

 ژورنالېستې ښايسته سعادت لامع د خپل فيسبوک په پاڼه کې ليکلي دي، چې د هېواد پر کوڅو او واټونو دې د پرديو پر ځاى د خپلو اتلانو نومونه کېښودل شي.

 هغې زياته کړې، چې روح الله نېکپا د لندن په اولمپيک سياليو کې د افغانستان لپاره اتلولي وګټله، دغه د هغه غوندې د اتلانو حق دى او بايد د دغو اتلانو په نومونو ونومول شي.

هغه وايي، چې د ايران د بې ځايه لاسوهنو له امله په هېواد کې ملي يووالى زيانمن شوى او په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره کېدونکي ظلمونه هم له چا پټ نه دي.

 د فهيم امانزي په نوم يوه بل تن هم په خپل فيسبوک پاڼه کې پر دغه کار نيوکه کړې او دا يې ملي خيانت ګڼلى دى.

Related Topics