ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېلابېلو ټولنو په اروزګان کې د خبريال وهل په کلکه وغندل

بېلابېلو ټولنو په اروزګان کې د خبريال وهل په کلکه وغندل

author avatar
12 Aug 2012 - 15:38
بېلابېلو ټولنو په اروزګان کې د خبريال وهل په کلکه وغندل
author avatar
12 Aug 2012 - 15:38

کابل ښار (پژواک، ٢٢ زمرى ٩١): د کندهار او هلمند ولايتونو خبريالانو په اروزګان کې د دغه ولايت د والي د ساتونکو لخوا د خبريال وهل او ډبول په کلکه غندلي او د جدي پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

پرون سهار شاوخوا اوه بجې په اروزګان کې د يووالي او پيوستون غږ راډيوګانو خبريال نجيب الله لطيف د دغه ولايت د والي ساتونکو لخوا له دې امله ووهل شو، چې موټر يې د ساتونکو له موټر سره په سهوه ټکر کړى و.

د کندهار پرېس کلب لخوا نن (د زمري ٢٢ مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نجيب الله لطيف سره د والي ساتونکو ډېر سپک چلند کړى او له سپکو سپورو وروسته يې ډبولى دى.

د سرچينې په وينا، دوى د لطيف سره د امنيتي سرتېرو دغه چلند غندي او له سيمه ييزو چارواكو څخه په دې اړه د جدي پلټنې غوښتنه كوي.

خبرپاڼه کاږي، سوېل زون ،چې د هېواد په کچه نارامه او د خبريالانو د كار مهمه سيمه ده، ورځ تر بلې په کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى زياتيږي.

د سرچينې په خبره: ((د كندهار پرېس كلب مشرتابه او د كندهار ټول خبريالان له دولت څخه په جدي ډول غواړي، چې د خبريالانو پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او په دې اړه دې  ټول امنيتي ارګانونه وپوهول شي.))

دغه راز د هلمند ولايت د ازادو خبريالانو ټولنه هم په اروزګان كې د خبريال نجيب الله لطيف وهل په كلكه غندي او دغه کار د بيان د ازادۍ او د خبريالانو د كار پر وړاندې يوګواښ بولي.

د يادې ټولنې لخوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د اروزګان ولايت له چارواکو په كلكه غوښتنه كوي،چې ياده موضوع په جدي توګه وڅېړي او عاملينو ته يې له قانون سره سمه سزا وركړي.

خبرپاڼه کاږي، په يوه سيمه او ولايت كې، چې د پرمختګ څرك نه ليدل كيږي، يواځينى لامل يې له خبريالانوسره ناوړه چلند دى، لكه په اروزګان ولايت کې چې څنګه دى.

يادې ټولنې د مدني ټولنې له ټولو بنسټونو او د رسنيو د ملاتړ له ادارو څخه غوښتي، چې د دغې پېښې د څېړنې لپاره جدي ګامونه واخلي، څو په راتلونكي كې د دغو ډول كړنو مخه ونيول شي.

خو د اروزګان ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خبريال نجيب الله او د پوليسو ترمنځ يواځې لفظي شخړه رامنځ ته شوې ده.

د سرچينې په وينا، د اروزګان والي خبريال نجيب الله لطيف راوغوښت او له پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې دا يواځې يوه ترافيکي پېښه وه.

خبرپاڼه وايي، چې په خپله لطيف هم ومنله، چې نوموړی د پوليسو لخوا نه دی وهل شوی او يواځې لفظي شخړه يې ترمنځ راغلې ده.

په خبرپاڼه کې هغه راپورونه کلکه رد شوي، چې ګواکې د والي د ساتونکو لخوا ياد خبريال وهل شوى دى.

د سرچينې په خبره، والي لارښوونه وکړه، ترڅو موضوع د ترافيکو امريت ته راجع او په اړه يې قانوني اجراات وکړي.

خو په خپله خبريال نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې دى هغه مهال د اروزګان د والي د ساتونکو له لوري ووهل شو، چې موټر يې په سهوه د والي د ساتونکو له موټر سره ټکر وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((د والي ساتونکي له موټر څخه راښکته شول او پرته له دې، چې په حقيقت ځان پوه کړي د خپلو ټوپکونو په خولو او کنداغونو يې د وهلو بريد راباندې وکړ.))

د ده په وينا، وروسته تر وهلو يې لاسونه ور وتړل او په زغره وال موټر کې يې واچاوه او د والي مرستيال حاجي خداى رحيم خان ته يې ور وست.

نجيب الله وايي، د دې پر ځاى ، چې د والي مرستيال ترې د موضوع پوښتنه وکړي، ټوله پړه يې پر ده واچوله او نور ګواښونه يې هم ورته وکړل.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.