چاريکار (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): نن سهار په پروان او کابل کې د درېيو ترافيکي پېښو له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د کابل د قره باغ ولسوال محمدحنيف صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې يوه سراچه موټر له کرولا سره ټکر وکړ.
دى وايي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه چې ټول لويان او نارينه دي، ټپيان شوي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، ټپيان چې د درېيو روغتيايي حالت نازک بلل شوى، په سيمه کې يو کلينيک ته وړل شوي دي.
دغه راز د پروان د بګرام ولسوالۍ د ترافيکو مدير محراب الدين پرواني وايي، چې نن سهار د بګرام په ده مسکين سيمه کې سراچه له ټېلر موټر سره جنګېدلى او د سراچې چلوونکى ټپي شوى دى.
دى وايي، چې ټپي د پروان روغتون ته لېږدول شوى او پوليسو د پېښې په تړاو د ياد ټېلر موټر چلوونکى هم نيولى دى .
دغه راز د بګرام امنيه قوماندان وايي، چې نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ د “کجی حاجى ها” په سيمه کې يو موټرسايکل له سرف موټر سره ټکر وکړ.
دى وايي، چې په دې پېښه کې موټرسايکل چلوونکى ټپي شوى دى.
د ده په وينا، ټپي د پروان روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
سرچينې زياته کړه، چې د دې پېښې په تړاو د سرف چلوونکى نيول شوى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن