Language

په پاکستانيو بريدونو کې پاکستاني کډوالو ته مرګ ژوبله واوښته

اسعداباد (پژواک، ٢٦ زمرى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا پر دانګام ولسوالۍ بريدونه کړي دي.

د والي وياند واصف الله واصفي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه پاکستاني ځوکونو پر دانګام ولسوالۍ ٢٥ توغندي ويشتي دي.

هغه زياته کړه، چې دا توغندي د ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو کې لګېدلي، چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

واصفي وايي، چې دغو بريدونو په سيمه کې پاکستاني کډوالو ته مرګ ژوبه اړولې، يو يې وژلى او څلور نور يې ټپي کړي دي.

د يادونې ده چې د پاکستان په باجوړ ايجنسۍ کې د پوځ د عملياتو او نا امنيو له امله سلګونه کورنۍ د کونړ بېلابېلو سرحدي ولسواليو ته راغلي دي.

دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي، چې وړمه ورځ له پاکستانۍ پوستو پر دانګام ولسوالۍ بريدونه شوي وو، چې تر اووه ساعتو وروسته پاى ته ورسېده.

په دې نښته کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او پنځه نور يې ټپيان وو.

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د سعودي عربستان په مکه ښار کې د اسلامي هېوادونو د سازمان د غونډې پر مهال د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وليدل او له هغه يې د دغو بريدونو د بندولو غوښتنه وکړه.

په دې ليدنه کې دواړو لورو د يوه کمېسيون د جوړولو غوښتنه وکړه، څو دا ډول بريدونه وڅاري.