Language

د وانټ وايګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان ووژل شو

اسعداباد (پژواک ٣١ زمرى ٩١):  د نورستان ولايت مسوولين وايي، چې د ايساف په هوايي بريد کې د وانټ وايګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان له خپلو اتو کسانو سره وژل شوى دى.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله پژواک اژانس ته وويل، متقي، چې د وانټ وايګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيه قوماندان و، تېره شپه د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، متقي چې کله د وانټ وايګل پر ولسوال رحمت الله د روژې په مياشت کې بريد وکړ، وروسته له سيمې وتښتېد او د ننګلام تنګي سيمې ته ولاړ.

ده وويل، چې متقي له اتو کسانو سره تېره شپه د ايساف په هوايي بريد کې ووژل شو.

سرچينې څرګنده کړه، په دغه بريد يوه ښځه او يو ماشوم، چې د غره په لمنه کې يې خپله رمه څروله، هم وژل شوي دي.

په عين حال کې، د ماڼوګي ولسوال اميرباز خان هم د وانټ وايګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنيه قوماندان او د هغه د اتو کسانو د وژل کېدو پخلى وکړ.

د ماڼوګي ولسوالۍ يوه اسېدونکي خانجي پژواک اژانس ته وويل، چې نن د سيمې خلکو د متقي او د هغه د کسانو د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړل.

ده وويل، چې د متقي ډلې د روژې په مياشت کې د وانټ وايګل پر ولسوالۍ بريد وکړ، خو ولسوال له دغه بريده روغ ووت.

خانجي زياته کړه، چې له دغه بريده وروسته متقي سره له خپل ګروپ سره له سيمې وتښتېد او د ننګلام تنګي سيمې ته ولاړ.

د ايساف ځواکونو پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د يادو عملياتو د ترسره کولو، چې په پايله کې يې د يوه طالب قوماندان په ګډون يوه ډله وسلوال وژل شوي، پخلى کړى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د تېرې ورځې، د ايتلافي او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې، د طالبانو يو رهبر چې له القاعدې سره يې اړيکې درلودې وژلى دى.

سرچينې زياته کړې، متقي، چې د ملا اميرمحمد او يا ملک په نومونو مشهور و او د القاعدې له شبکې سره هم په اړيکه کې و، په کونړ ولايت کې د طالبانو د مهمو مشرانو ترمنځ د معلوماتو رسولو مسوول و.

طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics