کابل ښار (پژواک ٦ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د وسلوالو طالبانو له خوا د هلمند ولایت د یو شمېر اوسیدونکو وژنه په کلکه وغندله.
د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو طالبانو د دوو ښځو په ګډون له ١٧ هغو عامو وګړو سرونه پرې کړي او وژلي يې دي، چې د سيمه ييزې موسيقۍ په يوه پروګرام کې يې ګډون کړى و.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ٦ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسلوالو طالبانو پرون د هلمند ولایت د كجكي ولسوالۍ د شاكارېز د روشن اباد په سيمه كې د دوو ښځو په ګډون له ۱۷ تنو څخه سرونه غوڅ کړل.
د سرچينې په وينا، ولسمشر کرزى د طالبانو له خوا د خلکو ډله يیزه وژنه د شریعت د احکامو پرخلاف ستر جنایت او نه بښونکی عمل ګڼي او د دغه ډول عملونو ترسره کیدل د هغوی په لیکو کې د بې بندوبارۍ څرګنده نخښه بولي او په کلکه يې غندي.
خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو اړوندو امنیتي ادارو ته د څېړنو د ترسره کولو امر کړی دی.
د دغې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن