هرات (پژواک ٧ وږى ٩١): د هرات ولايت پوليس وايي، چې د وسايطو ضد ٢٠ داسې ماينونه يې ترلاسه کړي، چې د ايران جوړ نښه پرې لګېدلې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونوال نورخان نېکزاد د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ماينونه د غوريان ولسوالۍ د جنګان په کلي کې تر خاورو لاندې پټ ساتل شوي وو.
د هغه په وينا، ياد ماينونه پرون مازيګر د دې ولسوالۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پوليسو له لوري کشف او ونيول شول.
نېکزاد وايي، چې پر دغو ماينونو په فارسي ژبه ليکل شوي او د ايران هېواد نښه (مارک) پرې لګېدلې ده.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د دغو ماينونو نېټې زړې دي، خو ګټه ترې اخيستل کېداى شي.
هغه وويل، وسلوالو مخالفينو غوښتل چې له دغو ماينونو په چاودنو او نورو ترهګريزو پېښو کې ګټه پورته کړي.
د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول وايي، چې له دغو ماينونو سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
خو د غوريان ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دا ماينونه نوي او د استفادې وړ دي، چې د غوريان ولسوالۍ ١٥ کيلومترۍ څخه نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ماينونه د سيمې د اوسېدونکو په مرسته کشف او نيول شوي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت امنيتي موظفينو ګڼ شمېر ايراني ماينونه او نور نظامي وسايل او وسلې ترلاسه کړي دي.
هغه مهال ايراني چارواکو ويلي وو، چې دا ماينونه د دوى اړوند نه دي.
دا ماينونه په داسې حال کې نيول شوي چې تېره مياشت په نيمروز ولايت کې له ډله ييزو ځانمرګو بريدونو وروسته د ملي امنيت لوى رياست وويل، چې دا بريد کوونکي ايراني وو او درې تنه يې ژوندي هم نيول شوي دي.
په دغو ځانمرګو بريدونو کې ٣٠ عام وګړي ووژل شول او تر ١٣٠ پورې نور ټپيان شوي وو، خو په کابل کې د ايران سفارت دا ادعاوې رد کړې.