کابل ښار (پژواک ٨ وږى ٩١): د ملي اردو يو شمېر جنرالانو له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې وويل، چې له هېواده د نړيوالو ځواکونو له وتو وروسته به هم افغان امنيتي ځواکونه په ښه ډول د خاورې ساتنه وکړي.
له ارګ څخه د وږي په ٨ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې، چې نن له غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، د ملي اردو جنرالانو حامدکرزي ته ډاډ ورکړ، چې له ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته به افغان ځواکونه په خپلو امکاناتو او وسلو، که څه هم کافي نه دي، په پياوړې ملي روحيې له هېواده ساتنه وکړي.
د سرچينې په وينا، دوى وويل: ((د هېواد په ملي امنيتي ځواکونو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد پالنې ملي روحيه پياوړې کېږي، چې د بهرنيو ځواکونو وتل به هېڅکله هم د هغوى په مورال منفي اغېز ونه ښندي.))
خبرپاڼه کاږي، چې په دې کتنه کې د ملي اردو جنرالانو د هېواد د امنيتي ځواکونو په اړه د هېواد د ځينو رسنيو او پوځي کارپوهانو څرګندونې د ملي ګټو پر خلاف وبللې او د هغوى د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
سرچينه وايي، چې جنرالانو وويل، په هېڅ هېواد کې رسنۍ د خپلو امنيتي ځواکونو په خلاف خپرونې نه کوي، خو په افغانستان کې د دې پر ځاى، چې د خپل پوځ ملاتړ وکړي، يو شمېر رسنۍ او شنونکي د ملي ګټو پر خلاف څرګندونې کوي.
دغه نيوکه په داسې حال کې کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو دوو مياشتو کې شاوخوا ٦٠٠ د ملي اردو منسوبين وژل شوي او ځينو پوځي کارپوهانو د داسې شمېرو اعلانول زيانمنوونکي وبلل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د ملي اردو له جنرالانو سره نننۍ کتنه ګټوره وبلله او لارښوونه يې وکړه، چې د ملي امنيتي ځواکونو په چارو کې د ښه والي د رامنځ ته کولو لپاره دې دا ډول ناستې دوام ومومي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن