ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د کرنيزو څېړنو او ترويج  په برخه کې ٦٥ ميليون ډالره لګوي

امريکا د کرنيزو څېړنو او ترويج په برخه کې ٦٥ ميليون ډالره لګوي

کابل(پژواک،١١وږى٩١):د امريکا نړيواله پراختيايي اداره په افغانستان کې د کرنيزو څېړنو او ترويج  په برخه کې ٦٥ ميليون  امريکايي ډالره لګوي.

د افغانستان د کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو وزير محمد اصف رحيمي نن په کابل کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې له مشر کين يماشيتا سره په ګډه خبري ناسته کې وويل ، چې دغه مرسته به د پنځو کلونو په موده کې د هېواد په اوو زونونو کې ولګول شي.

رحيمي وويل ، چې د کرنيزو څېړنو او ترويج د پراختيا پروګرام موخه د کرنيزو حاصلاتو او نوې تکنالوجۍ او مهارتونو ته په مرکز او ولايتونو کې د بزګرانو د لاسرسۍ د کچې لوړول دي، ترڅو له دې لارې د بزګرانو عوايد ډېر شي.

د هغه په وينا،ددې پروګرام له لارې به د کرنيزو څېړنو برخه تر ډېره مسلکي شي، مديريتي وړتياوې به يې لوړې شي او بزګرانو ته به د کرنې په برخه کې مشورې هم ورکړل شي.

د رحيمي په خبره ، د کرنې وزارت د دې  پروګرام له لارې  به په راتلونکيو پنځو کلونو کې د هېواد په ٧ کرنيزو زونونو کې د کرنيزو څېړنو او ترويج مرکزونه  بيا ورغول شي  او همداراز په ٥٠ ولسواليو کې  به د کرنې ترويجي خدمتونه ډېر شي.

دى وايي، دا ولسوالۍ د بادغيس، بغلان ، بلخ ، فارياب ، غزني ، هرات ، جوزجان ، کابل ، کندوز ، پروان ، سمنګان، تخار ، زابل ، پکتيا ، کندهار او ننګرهار ولايتونو اړوند دي.

د کرنې وزير وايي ،چې دا پروګرام د کرنې وزارت په مشرۍ جوړ شوى او ددې وزارت له مرکزي او ولايتي رياستونو سره په همغږۍ پلى کېږي.

رحيمي زياته کړه:(( په تحقيقاتي فارمونو ډېره پانګونه په افغانستان کې د کرنې د پرمختګ لامل ګرځي، لکه څنګه چې کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملاتير دى، په همدې ډول تحقيق او ترويج د کرنې د ملا تير دى .))

ده وويل ، چې که څه هم په تېرو کلونو کې د څېړنو او ترويجي فارمونو وضعيت ښه شوى ، خو په دې برخه کې شوى کار لا هم ناکافي دى.

د کرنې وزير د وږي په ٧مه په پروان کې د جنوبي کوريا په درې ميليون امريکايي ډالره مرسته د کرنې د روزنيز او څېړنيز مرکز ودانۍ د پرانېستې پر مهال وويل، چې  دا مهال په هېواد کې ١٧ دا ډول مرکزونه فعاليت لري ، چې ٧ يې په مرکز کابل او پاتې نور يې په بېلابېلو ولايتونو کې دي.

په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادراې مشر کين يماشيتا په نننۍ خبري ناسته کې د کرنيزو څېړنو او ترويج په برخه کې د ياد شوي پروګرام پلي کېدل د افغانستان د کرنيز سکتور د ودې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه ،چې دغه اداره به له کرنې وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ده وويل ،چې ددې پروګرام له ټولې ٦٥ ميليون امريکايي ډالره  بوديجې  ، ٤٠ ميليونه  د افغانستان د دولت د بوديجې له لارې او پاتې ٢٥ ميليونه د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې لخوا په مستقيم ډول لګول کېږي.

ده کرنه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اړينه وبلله او زياته يې کړه ، چې  ياده مرسته له افغانستان سره د امريکا د مرستو د ژمنې يوه برخه ده.

ده  هيله څرګنده کړه ، چې ددې پروګرام په پلي کېدو سره به  په پنځوسو ولسواليو کې د کرنې وزارت فعاليتونه پياوړي شي.

د کرنې وزير وويل، چې د روان کال په ختيځو ولايتونو کې د ميوو او سبو  حاصلات ١٥ په سلو کې ډېر شوي دي.

دغه راز ده وويل ، چې سږکال په افغانستان کې د غلې توليد ډېر شوى  او ښايي کورني توليدات تر ٩٤ په سلو کې د افغانستان اړتياوې پوره کړي.

د کرنې وزير همداراز يادونه وکړه ، چې دې وزارت د کرنې او کليو  پراختيا لپاره څلور پروګرامونه په پام  کې نيولي ، چې تر ٢٠١٧ کال پورې به پلي شي.

ده وويل ،چې په دې پروګرامونو کې کرنيزو ځمکو ته داوبو برابرول، د کرنيزو حاصلاتو د کچې  لوړول او ورته د مارکېټ موندل او دغه راز د کليو د پراختيا له لارې په کليو کې د لارو جوړول شامل دي ، چې په ټوليز ډول ٤،٧ مليارد ډالرو ته اړتيا لري.

ده هيله څرګنده کړه، چې ددې پروګرامونو لپاره دې نړيواله ټولنه دوى ته پيسې په واک کې ورکړي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، که څه هم چې د افغانستان ٨٥ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي،خو بيا هم دا مهال د هېواد د غلې نږدې نيمايي اړتيا د وارداتو له لارې پوره کېږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.