چغچران (پژواک ١٢وږى ٩١) : په غور ولايت کې ، چې سږ کال يې بيا په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي، ١٦٥٧ کيلوګرامه ترياک وسوځول شول.
دغه نشه يي توکي ، چې د چارواکيو په وينا، په تېر يو کال کې تر لاسه شوي ، نن د وږي په ١٢مه، ددې ولايت په مرکز چغچران کې وسوځول شول .
د کورنيو چارو وزرات له نشه يي توکيو سره د مبارزې مرستيال مل پاسوال بازمحمد احمدي چې دې ولايت ته يې سفر کړى و، ددې توکيو د سوځولو پر مهال وويل ، چې له نشه يي توکيو او ددې توکيو له پټ لېږدوونکيو سره مبارزه د کورنيو چارو وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ده .
دده په وينا، د نشه يي توکيو پيسې د دولت د وسلوالو مخالفينو لاسته ورځي او له دې پيسو څخه پر دولت ضد فعاليتونو کې کار اخلي.
هغه وويل ، چې تېر کال دغه ولايت له نشه يي توکيو څخه پاک ولايت اعلان شو ،خو سږ يې بيا په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي .
دى وايي، چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې کرل شوي کوکنار اړول شوي هم نه دي .
د غور والي سيدانور رحمتي هم ومنله ، چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي او اړول شوي نه دي
ده ددې کار لامل په يادو سيمو کې ناامنۍ او د وسلوالو مخالفينو شتون وباله او د کرل شويو کوکنارو د کچې په اړه يې معلومات ورنه کړل.
والي غوښتنه وکړه ، چې په دې ولايت کې له نشه يي توکيو سره د مبارزې پوليسو پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې غور لوى ولايت دى او له شمال څخه جنوب ته نشه يي توکي هم د همدې ولايت له لارې قاچاق کيږي .
د غور د ولايت شورا مشر مولوي رمضان قاسمي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي مجازات کړي تر څو ددې کار مخه ونيول شي.
له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د کوکنار کښت په ١٧ ولايتونو کې صفر شوى او په شپږو ولايتونو کې يې کچه صفر ته نيږدې شوې ده .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هلمند، کندهار، اروزگان ، بادغيس او ننگرهار هغه ولايتونه دي ، چې تر نورو ډېر کوکنار په کې کرل کيږي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان د نړۍ نيږدې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي .