ژبه

په غور کې سلګونه کيلو ګرامه ترياک وسوځول شول

محمد حسن حکيمي

۱۲ وږی ۱۳۹۱ - ۱۹:۰۳

۱۰۹ کتنې

چغچران (پژواک ١٢وږى ٩١) : په غور ولايت کې ، چې سږ کال يې بيا په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي، ١٦٥٧ کيلوګرامه ترياک وسوځول شول.

دغه نشه يي توکي ، چې د چارواکيو په وينا، په تېر  يو کال کې تر لاسه شوي ،  نن د وږي په ١٢مه، ددې ولايت په مرکز چغچران کې وسوځول شول .

د کورنيو چارو وزرات له نشه يي توکيو سره د مبارزې  مرستيال مل پاسوال بازمحمد احمدي چې دې ولايت ته يې سفر کړى و، ددې توکيو د سوځولو پر مهال وويل ، چې له نشه يي توکيو او ددې توکيو له پټ لېږدوونکيو سره مبارزه د کورنيو چارو وزارت په کاري لومړيتوبونو کې ده .

دده په وينا، د نشه يي توکيو پيسې د دولت د وسلوالو مخالفينو لاسته ورځي او له دې پيسو څخه پر دولت ضد فعاليتونو کې کار اخلي.

  هغه وويل ، چې تېر کال دغه ولايت له نشه يي توکيو څخه پاک ولايت اعلان شو ،خو سږ يې بيا په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي .

دى وايي، چې   ددې ولايت په ځينو سيمو کې کرل شوي کوکنار اړول شوي هم نه دي .

د غور والي سيدانور رحمتي هم ومنله ، چې ددې ولايت په ځينو سيمو کې کوکنار کرل شوي او اړول شوي نه دي

 ده ددې کار لامل په يادو سيمو کې ناامنۍ او د وسلوالو مخالفينو شتون وباله او د کرل شويو کوکنارو د کچې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

والي غوښتنه وکړه ، چې په دې ولايت کې له نشه يي توکيو سره د مبارزې پوليسو  پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې غور لوى ولايت دى او له شمال څخه جنوب ته  نشه يي توکي هم د همدې ولايت له لارې قاچاق کيږي .

د غور د ولايت شورا مشر مولوي رمضان قاسمي هم خبرې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د نشه يي توکيو قاچاق وړونکي مجازات کړي تر څو ددې کار مخه ونيول شي.

له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د کوکنار کښت په ١٧ ولايتونو کې صفر شوى او  په شپږو ولايتونو کې يې کچه صفر ته نيږدې شوې ده .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هلمند، کندهار، اروزگان ، بادغيس او ننگرهار  هغه ولايتونه دي ، چې تر نورو ډېر کوکنار په کې کرل کيږي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان د نړۍ نيږدې ٩٠ سلنه نشه يي توکي توليدوي .