غزني ښار (پژواک ۲۰ وږى ۹۱): د غزني سلګونه ماشومان چې د هاضمې او معدې په ناروغيو اخته دي، په دغه ولايت کې د پولنډ د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
په غزني کې مېشت د پولنډ هېواد د ولايتي بيارغونې ډلې روغتيايي کارکوونکي وايي، چې دوى غواړي د دويم ځل لپاره هم د غزني د يو شمېر اوسېدونکو درملنه وکړي.
له دې وړاندې هم يادې ډلې په غزني د ۵۰۰ ماشومانو غايطه مواد د پولنډ هېواد ته د معاينې په موخه وړي وو او اوس هماغه کسان د دوى له خوا په غزني کې تر درملنې لاندې دي.
په غزني کې د پولنډ د ولايتي بيارغونې ډلې د روغتيا څانګې مشر كشيشتوف گوژينوفيسكي نن (د وږي ٢٠مه) په يوه غونډه کې وويل، کوم معاينات چې دوى له دې وړاندې په پولنډ کې کړي وو، ۷۵ په سلو کې د غزني د روزنتون ماشومان د هاضمې په ناروغۍ، چې په معده کې يو ډول چينجى لري، اخته دي.
د هغه په وينا، له روزنتون څخه بهر له ۳۵ نه تر ۴۵ سلنه د غزني ماشومان په همدې ناروغۍ اخته دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغو ماشومانو په درملنه يې پيل کړى او ډېر ژر به يې درملنه وکړي.
د پروفيسور کوژينوفيسكي په خبره، هېواد يې په نظر کې لري، چې د غزني د ولايتي روغتون په مرسته په هرو شپږو مياشتو کې د ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ نه تر ۱۰۰۰ تنو پورې تر درملنې لاندې ونيسي.
دى وايي: ((په دغه ناروغۍ ډېرۍ د غزني د روزنتونونو ماشومان اخته دي او لامل يې هم د چاپېريال نه پاکوالى او د مسوولينو نه پاملرنه ده.))
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد د پولند هېواد له دغې مرستې مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د غزني ملکي روغتون پوره او مجهز روغتيايي وسايل نه لري، چې د يادې ناروغۍ معاينات پرې وکړي.
د ده په خبره، کوم معاينات چې دوى يې په پولنډ کې کوي، په افغانستان کې ډېر لږ او يا يې هېڅوک نه شي کولاى.
نوموړي زياته کړه: ((مخکې مو په ګډه د۵۰۰ تنو غايطه مواد پولنډ ته واستول او اوس يې نتيجه راغلې، چې ډېرى ماشومان د معدې د چينجي په ناروغۍ اخته دي او اوس يې د پولنډيانو له لوري درملنه روانه ده.))
د غزني ښاريان هم د پولنډ له دغه ګام څخه خوښ دي.
د محمدالله په نوم يو تن، چې د خپلو زامنو معاينات يې پولنډ ته استولي وو، وايي چې دوه زامن يې په دې ناروغۍ اخته دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دغه معاينات دلته نه کېږي او که وي هم ډېرې پيسې اخلي، خو دوى يې راته وړيا کوي.))
د ده په خبره، هغه دوه ماشومان يې، چې د معدې په ناروغۍ اخته وو، اوس مهال تر درملنې لاندې دي او درمل يې هم له پولنډ څخه ورته راوړي دي.