غزني ښار (پژواک ٢٠ وږى ٩١): د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوې چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي او په يوه نښته کې يو پوليس افسر هم ټپي شوى دى.
د غزني د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان تورن رمضان د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا يوه نيمه بجه په غزني ښار کې د ولايت مقام ته څېرمه د ماين چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، د چاودنې له امله ده ته زيان نه دى رسېدلى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي، د درملنې په موخه يې د غزني ملکي روغتون ته وړي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
نوموړي زياته کړه، دى له خپلو ساتونکو سره له غزني ښار څخه اندړو ولسوالۍ ته روان و، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
بلخوا د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا يوه بجه د غزني ښار په شامير سيمه کې د وسلوالو طالبانو او د عامه نظم پوليسو ترمنځ په نښته کې يو پوليس افسر ټپى شوى دى.
د هغه په وينا، دوه وسلوال طالبان چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، د غزني ښار ته يې د ننوتو هڅه کوله، چې د شامير په سيمه کې د عامه نظم پوليسو له خوا تر تعقيب لاندې راغلل او ترمنځ يې نښته وشوه.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوال له سيمې تښتېدلي او ټپي شوى پوليس افسر دا مهال په غزني کې د ولايتي بيارغونې ډلې په روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د يادو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، په بېلابېلو ولايتونو کې د سړک د غاړې د ماين چاودنو او مخامخ بريدونو په ترڅ کې د ملي اردو اته منسوبين ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښې په لوګر، ميدان وردګو او کندهار ولايتونو کې رامنځ ته شوې دي.