کابل ښار (پژواک، ٢٤ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په غزني ولایت کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله په رامنځ ته شوې مرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړه.
نن (د وږي ٢٤ مه) سهار مهال شاوخوا نهه بجې د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ د سپین بند په سیمه کې د يو ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر او د تېلو د يو ټانکر تر منځ ټکر وشو، چې له امله يې ٥٣ تنه مړه او پنځه نور ټپيان شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر ياده مرګ ژوبله ولسمشر کرزي خواشیني څرګنده کړه او نن یې د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د دغې پیښې مړو ته دعا وکړه.
د سرچينې په وينا، حامدکرزي د عامې روغتیا وزیرې، د غزني والي او نورو اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو ته څخه کار واخلي او د مړو شويو کسانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر د دغې پېښې د مړو شويو کسانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته يې د سملاسي روغتیا هیله کړې ده.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن