جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩١): د لغمان چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د دولت شاه ولسوالۍ د يو مخور د مېرمنې د خيرات ډوډۍ د خوړولو له امله دوه سوه تنه مسموم شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه ورځې مخکې د دولت شاه ولسوالۍ په درمک کلي کې د حاجي نورمحمد په نوم د يوه قومي مشر مېرمن مړه شوې وه.
هغه زياته کړه، پرون د هغه د مېرمنې د خيرات مراسم وو، چې د ډوډۍ خوړو له امله يې ٢٠٠ کسان مسموم شول.
ځواک وايي، چې مسموم شوي کسان د اليشنګ، دولت شاه او د مهترلام روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند وويل، مسموم شوي ټول ملکي وګړي دي، چې ښځي، ماشومان او سپين ږيري هم په کې شامل دي.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې ځاى ته يې د ډاکټرانو پنځه ډلې له دوو موټرو درملو سره لېږلي دي.
د هغه په وينا، ياده پېښه تر اوسه کومه مړينه نه لري او نه هم مهترلام روغتون ته ناروغان ور وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، ښايي د خيرات په خوړو کې د کومې ستونزې له امله دغه پېښه رامنځ ته شوې وي.
د روغتيا رييس ډاډ څرګند کړ، په دې هڅه کې دي، چې ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې او څارنې لاندې ونيول شي.
د يادونې ده، کابو درې کاله وړاندې هم د دغه ولايت په پوليسو اکاډمۍ کې د مسموميت پېښه رامنځ ته شوې وه.
Views: 178
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن