Language

په چاريکارو کې د دنيا راډيو پر دفتر وسلوال بريد وشو

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩١): نن سهار وختي د پروان په مرکز چاريکارو کې د دنيا راډيو پر دفتر وسلوال بريد شوى، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دې خصوصي راډيو ساتونکي شاه اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى نن سهار شاوخوا څلور بجې د راډيو د پيرې په خونه کې و، چې ناپېژانده کسانو خونې ته تېږه ور واچوله.
شاه اقا وايي، چې ده لاسي څراغ بل کړ او ويې ليدل چې د دفتر د انګړ مخې ته د دېوال خوا ته دوه تنه، چې مخونه يې په پټ کړي وو، ولاړ دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يادو دوو کسانو څخه يوه يې د دېوال شا ته پروت وکړ او بل يې د پيرې پر خونه ډزې وکړې.
شاه اقا وايي، چې وروسته ده هم د کلاشينکوف هوايي ډزې وکړې،ځکه چې ياد دوه تنه د دېوال تر شا پټ وو او د پيرې له خونې ، چې د دېوال پر سر جوړه شوې ده، نه ښکارېدل.
دغه ساتونکي وويل، چې يادو دوو تنو بيا بيا په پيره خانې د سپکو وسلو ډزې وکړې، خو دى ترې روغ ووت او وروسته بريدکوونکي وتښتېدل.
د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې مرستيال احمد هنايش دغه بريد وغانده.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روان کال کې دا دويم ځل دى، چې پر دې راډيو بريد کېږي.
د روان کال د غبرګولي په مياشت کې د دې راډيو دفتر ته ناپېژانده کسانو لاسي بم ور وغورځاوه ، چې له امله يې يوتن ټپي شو او مالي زيانونه هم ور واوښتل.
د ده په وينا، د دې راډيو چارواکي او کارکوونکي له هېچا سره شخصي دښمني نه لري، خو که د کوم چا شخصي دښمني هم وي، نو راډيو يې د غچ اخيستلو ځاى نه دى.
هنايش وايي، نه ده معلومه چې دغه بريد به د چا له خوا شوى وي، خو زياتوي، دغه ډول بريدونه هغه څوک ترسره کوي، چې د بيان له ازادۍ سره مخالفت لري.
د ده په وينا، دنيا راډيو بېلابېل راپورونه خپروي، چې کېداى شي د ځينو کسانو له شخصي ګټو سره په ټکر کې وي.
پر ياده راډيو د يادو دواړو بريدونو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه د اخيستى.

Related Topics