مزارشريف (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د بلخ والي د سولې د عالي شورا تګلاره ناكامه وبلله او وړانديز يې وكړ، چې دغه شورا بايد داسې پاليسي غوره كړي،چې دافغانانو ارمانونو ته په كې ځواب وويل شي.
نوموړي همداراز له بلخ ولايت پرته په ټول هېواد كې اداري فساد او بې عدالتۍ سترې ستونزې وګڼلې.
د بلخ والي عطا محمد نور، چې د وږي په ۳۰مه يې د ولايت په مقام كې د سولې د ورځې پر وياړ جوړې شوې غونډې ته خبرې كولې وويل: ((موږ هغه چا ته د سولې په نوم لاس اوږدوو، چې د سولې په نوم هېڅ هم نه پېژني.))
نوموړي په هېواد كې د سولې په نوم پر روانو هڅو باندې نيوكې وكړې او د سولې د عالي شورا پاليسي يې ناكامه وبلله.
د هغه په وينا، كه څه هم په ځينو ولايتونو كې د سيمه ييزو مسوولينو او ولس په مرسته د سولې د عالي شورا كمېسونونه يو څه لاس ته رواړنې لري؛ خو د هېواد په كچه يې څه نه دي كړي.
والي وايي، له كومې ورځې چې په هېواد كې د سولې په نوم غږ پورته شوى، ډېره قرباني وركړل شوې، تر دې چې د سولې د عالي شورا مشر هم د همدې لارې قربانى شوى دى.
عطا محمد نوري زياتوي: ((موږ له داسې چا سره د سولې هڅه كوو، چې د سولې له نامه څخه يې غلطه روحيه اخيستې ده.))
نوموړي زياته كړه، چې د سولې عالي شورا بايد داسې پاليسي غوره كړي، چې د افغانانو د تېرو كلونو بدبختيو ته مثبت ځواب وويلى شي.
د يادونې ده چې د بلخ والي عطا محمد نور تېره اوونۍ د احمدشاه مسعود د تلين په مناسبت جوړې شوې غونـډې ته د وينا پر مهال د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رييس معصوم ستانکزي د اعدام غوښتنه وکړه.
هغه ادعا کړې وه، چې ستانکزي د استاد رباني په وژلو کې لاس درلود.
د بلخ والي همداراز په هېواد كې بې عدالتي، اداري فساد او نا امني له سترو ستونزو څخه وبللې خو د بلخ ولايت په اړه يې وويل، چې په دغه ولايت كې دغه ستونزه شته؛ خو د اندېښنې وړ نه ده.
نوموړي زياته كړه: ((دا سمه ده، چې په ټول هېواد كې اداري فساد يوه ستره ستونزه ده، روابط په ظوابطو باندې مسلط دي، عدالت هم په سمه توګه، اعتراف به وكړو چې نه پلى كېږي؛ خو په بلخ ولايت كې څومره چې ويل كېږي په هغه اندازه اداري فساد شتون نه لري.))
د بلخ والي نور په داسې حال كې چې په هېواد كې يې له بې عدالتۍ سر ټكاوه د بلخ ولايت په اړه يې وويل، چې دلته څوك له عدالت څخه تېښته نه شي كولى.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه ولايت كې امنيت هم له پاتې هېواد څخه ډاډمن دى او نشه يي توکو د نه كر او قاچاق د مخنيوي په اړه يې هم لاس ته راوړنې ښكاره دي.
د هغه په وينا، دوى په شته لاس ته راوړنو بسنه نه كوي، نور هم هڅه كوي، چې حالات لا پسې ښه كړي.
د يادونې ده، چې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو د لومړي تلين او د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت په ټول هېواد کې د سولې او ملي يووالي ورځ نمانځل کېږي.