Language

ولسمشر دې د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم له بدلولو تېر شي

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩١): يو شمېر محصلينو په کابل کې د سوله ييز لاريون له لارې د استاد برهان الدين رباني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له نومولو سره مخالفت وښود.

پخوانى ولسمشر د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين ربانې تېر کال د وږي په ٢٩مه په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شو.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تېره اوونۍ د وزيرانو شورا په غوښتنه او د ولسمشر حامد کرزي په ځانګړي فرمان د استاد برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.

د دغه پوهنتون لاريون کوونکو محصلينو، چې شمېر يې شاوخوا ٢٠٠ تنو ته رسېده، ويل، چې د ولسمشر دغه فرمان اکاډميکو ارګانونو ته سياسي بڼه ورکوي. د محمدرضا په نوم يوه محصل، چې په لاريون کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، له دې امله چې د ولسمشر له دې پرېکړې سره ځيني محصلين موافق او ځيني مخالف دي، نو دغه کار کولى شي د محصلينو ترمنځ هم تفرقه رامنځته کړي.

رضا زياتوي، که داسې وي چې پوهنيز بنسټونه د ملي څېرو په نوم ونومول شي، نو بيا نور کسان هم شته چې دغه بنسټونه يې په نوم ونومول شي.

هغه زياتوي: “… ولې د مولانا جلال الدين بلخي په نوم نه نومول کېږي، چې د بشريت وياړ دى، ولې د امان الله خان په نوم، چې د افغانستان د خپلواکۍ غازي دى، نه نومول کېږي چې د نورو کسانو په نوم نومول کېږي.” ده وويل، چې استاد رباني ته د پوهنتون ټول محصلين احترام لري، خو نه غواړي چې پوهنيزو بنسټونو ته سياسي رنګ ورکړل شي؛ ځکه چې په تېر کې افغانانو له سياسي فعاليتونو ډېرې ستونزې ګاللې دي.

محمد رضا وايي، چې که څه هم په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره د استاد رباني وروستۍ هڅې ټولو افغانانو ته د قدر وړ دي، خو د ده په نوم د پوهنتون په نومولو سره د مجاهدينو د حکومت پر مهال د کورنيو جګړو ترخې خاطرې بيا راژوندۍ کېږي.

استاد رباني د هغو اسلامي ګوندونو د مشرانو له ډلې و، چې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې وروسته په افغانستان کې په کورنيو جګړو کې ښکېل بلل کېږي. د فزيک په برخه کې د ياد پوهنتون د دويم ټولګې محصل، سيدالله وايي، چې استاد رباني ته د جهادي مشر په توګه درناوى لري، خو ولسمشر بايد په هېواد کې شته ستونزو ته په پام سره د پوهنتون د نوم د بدلولو پرېکړه نه واى کړې.

هغه وايي، چې که حکومت غواړي د استاد رباني د سولې د هڅو درناوى وکړي، نو د ده په نوم دې يو نوى پوهنتون جوړ کړي. لاريون کوونکو په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه شوې، چې د ياد پوهنتون د نوم د بدلون پرېکړه بدله کړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د پوهنيزو مرکزونو نوم نه بدلېدونکى دى او په راتلونکي کې دې داسې کړکېچ زېږوونکې پرېکړې نه کېږي.

خو بل لور ته د پوهنتون ځيني نور محصلين بيا وايي، چې د استاد رباني په نوم د پوهنتون د نوم بدلولو په اړه د ولسمشر پرېکړه پر ځاى ده.

د ياد پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د دويم کال محصل منهاج الدين چې په ننني لاريون کې يې برخه نه لرله وايي، په کار ده چې د رباني د سولې هڅو ته د درناوي لپاره داسې اقدام وشي.

ده وويل، چې د مخالفو محصلينو شمېر ډېر کم دى او نه شي کولى د دغه پوهنتون د ټولو محصلينو استازيتوب وکړي.

د ياد شوي پوهنتون رييس امان الله حميدي وويل، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د دغه پوهنتون نوم بدل شوى دى.

ده وويل، چې د حکومت هره پرېکړه ده ته د منلو وړ ده.

حميدي هغه ګنګوسې هم رد کړې، چې ګواکې د پوهنتون د نوم د بدلولو په اعتراض د دغه پوهنتون ځينو استادانو استعفاوې ورکړې دي.

Related Topics