Language

د بلخ ولايت اوسېدونکو ته سيمه ييز پاسپورټونه ورکول کېږي

مزارشريف (پژواك ٢ تلى ۹۱): د بلخ امنيتي چارواكي وايي، چې دوى د ډاډمن امنيت په موخه د دغه ولايت اوسېدونكو ته سيمه ييز پاسپورټونه وركوي.

 د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس، رسنيو ته وويل چې په همدې موخه يې له تېرو څو ورځو د دغه ولايت د ټولو ولسواليو او د ښار د ناحيو له استازو سره خبرې كړې دي.

 نوموړي زياته كړه، دغه پاسپورټونه د ډاډمن امنيت په موخه وركول كېږي، چې له لارې به يې د بلخ ولايت اصلي او په كې د نورو ولايتونو د اوسېدونكو پته ولګېږي.

 د هغه په وينا، دوى به د ناحيو او كليو د مشرانو په مرسته د ټول ولايت اوسېدونكي راجستر كړي، چې د نويو راتلونكو اوسېدونكو د پېژندنې لپاره به رڼه لار ولري.

 امنيه قوماندان وويل، له دې لارې به دوى د هغو خلكو مخنيوى وكړاى شي، چې غواړي له نورو سيمو څخه راشي او دلته ورانكارې كړنې وكړي.

 د بلخ ولايت اوسېدونكي وايي، كه څه هم د امنيت په موخه د دولت هر ډول كړنو ته په مثبت نظر ګوري، خو د سيمه ييزو تذكرو وېش د پيل لړۍ ورته ګونګه ده.

 د مزارشريف ښار اوسېدونكي ميرويس پژواك ته وويل، چې د امنيت لپاره د سيمه ييزو پاسپورټونو جوړول نوې غوندې چاره ده.

 نوموړي زياته كړه: ((كه چېرې دغه كار په ټولو مركزي ولايتونو كې كېږي او د مركزي دولت له خوا كېږي، نو ښه ده؛ كه نه له پيل يې يو ډول سياسي بوى راځي.))

 ليكوال او ژورناليست احمد جاوېد هم د بلخ ولايت د چارواكو له خوا د ځانګړو پاسپورټونو وېشل نامعلومه چاره ګڼي.

 نوموړي وويل، دا كومه وړه خبره نه ده، چې يواځې په يوه ولايت پورې رالنډه شي؛ دغه موضوع لا تشرېح ته اړتيا لري.

 د هغه په وينا، كه چېرې ولس ته موضوع په پوره توګه څرګنده شي او موخه يې د امنيتي چارو سمبالښت وي، نو خلک به يې هركلى وكړي.

 خو د بلخ امنيه قوماندان په دغه ولايت كې د سيمه ييزو پاسپورټونو د وېشلو پيلول د ډاډمن امنيت په موخه يو عمل وګاڼه.