Language

پر دانګام پاکستاني توپچي بريدونو يو ښوونځى ويجاړ کړ

کابل (پژواک ٣ تله ٩١): د پوهنې وزارت وايي، چې د پاکستان د توپچي بريدونو له امله د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يو ښوونځى ويجاړ شوى او په کې د قران کريم د نسخو ترڅنګ ګڼ شمېر نور درسي کتابونه سوځېدلي دي.

د ياد وزارت له خوا د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولې له هغې غاړې د توغول کېدونکو توغنديو د لګېدو له امله د کونړ د دانګام ولسوالۍ د زوړ برول ښوونځي ودانۍ ويجاړه شوې ده. سرچينې زياته کړې، چې د دې ترڅنګ د دغه ښوونځي اداري سندونه، تجهيزات، درسي کتابونه او سربېره پر دې شل ټوکه قرانکريمونه او د ښوونځي نور ګڼ لوازم سوځېدلي دي. د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د زوړ برول په ښوونځي کې د ۲۰ ټوکه قرانکريمونو په سوځېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې، دغه غير اسلامي کړنه يې په کلکه محکوم او غندلې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې هېوادوال خپلې دنيوي او اخروي ګټې يوازې د اسلام مبارک دين تر سيوري لاندې ويني، هېڅ وخت به هېچاته اجازه ورنه کړي، چې ديني او ملي ارزښتونو ته يې په سپکه سترګه وګوري او يا تېری پرې وکړي. د کونړ د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسني پژواک اژانس ته وويل، چې د پاکستاني ځواکونو له توغول شوو توغنديو څخه يې يو يې د يادې سيمې د هلکانو د يوه ښوونځي پر ودانۍ لګېدلى دى. هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ياد ښوونځي ودانۍ ويجاړه او په کې د قران کريم د نسخو ترڅنګ ګڼ شمېر نور ديني او غير ديني درسي کتابونه هم سوځېدلي دي. د حسني په وينا، د پاکستاني بريدونو له مله په دانګام ولسوالۍ کې تر اوسه درې ښوونځي بند شوي دي. د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم پاکستاني بريدونو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې يو جومات شهيد کړى و. د کونړ چارواکي وايي، چې له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دغه ولايت پر سرحدي سيمو توغندويي او توپچي بريدونه کېږي، چې له امله يې تر اوسه تر ٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي. د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته په دې اړه شکايت وکړ او له هغوى يې وغوښتل، چې پر پاکستان د فشار په اچولو سره دې د دغو بريدونو مخه ونيسي.