اسعد اباد ( پژواک، ٣ تله ٩١ ) : پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو د پرله پسې بريدونو د مخنيوي او له دې بريدونو څخه د راپيدا شويوستونزو د څېړلو په موخه د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي دغه ولايت ته سفر وکړ.
پر دې دندې د ګومارل کېدو او له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کولو وروسته د تلې په ٣مه، دې ولايت ته دا د ملي دفاع د وزير محمدي لومړى سفر و.
که څه هم هغه اسعد اباد ته دسفر پر مهال خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي دفاع له ځايي چارواکيو سره دامنيت او دپاکستانيو بريدونو په اړه خبرې وکړې.
هغه زياته کړه ، چې په کونړکې امنيتي ننګونې زياتې شوي د پاکستانيو بريدونو له امله د سرحدي ولسواليو خلک نور په تنګ شوي .
ده وويل : ((ددغه امنيتي حالاتودتحليل اودهغې د ارزيابۍ او دامنيتي ځواکونو د زياتوالي لپاره ددفاع وزيرنن کونړته راغلى و.))
د والي په وينا، د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي له دوى سره په خبرو کې ويلي، چې په ختيځ کې دويمه لوا به کونړته راانتقال شي او د کونړ په هغو سرحدي سيمو کې ، چې ملي پوځ شتون نه لري، ددغې لوا سرتېري به په کې ځاى پر ځاى شي.
سيد فضل الله وحيدي وويل، چې د انتقال په بله پروسه کې کونړهم شامل دى ،په هغو ولسواليوکې، چې ايتلافي ځواکونه مېشت وو، او اوس ترې وځي هغه مرکزونه به ملي پوځ اوملي پولسوته سپارل کېږي .
هغه زياتوي، چې د ملي دفاع وزير به له دغو مرکزونو څخه له نږدې ليدنه کوي، څو په اړه يې وروستى تصميم ونيول شي .
وحيدي وايي، چې ددفاع وزيرته ددويمي لوا قوماندان ډګروال حيات الله اقتاش ډاډ ورکړ، هغه مرکزونه چې ايتلافي ځواکونه يې په کونړکې پرېږدي، دوى يې په بشپړه توګه د امنيت نيولو ته چمتوالى لري .
د کونړ والي وويل، چې د ملګرو ملتونو دامنيت شورا ته د بهرنيو چارو د وزير له شکايت وروسته هم په بريدونو کې کموالى نه دى راغلى او په پرله پسې توګه دا بريدونه دوام لري.
د پاکستانيو بريدونو له امله په تېرو شپږو مياشتو کې له ٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن