مزارشريف (پژواك، ٣ تله ۹۱): د بلخ چارواكي وايي چې د دغه ولايت په مركز مزارشريف ښار كې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو د يوه بريد مخنيوى کړى دى.
د دغه ولايت د والي وياند منير فرهاد د تلې په ۳مه، مازيګر تېر رسنيو ته وويل چې د بلخ ولايت د ملي امنيت رياست له خوا پر مزارشريف ښار د بريد مخنيوى وشو.
نوموړي زياته كړه، چې امنيتي مسوولينو د مزارشريف ښار په مركزي ساحه كې په سراچه ټكسي موټر كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي او مرمۍ ونيولې.
د هغه په وينا، د پاكستان جوړ د جامو مينځلو په درېيو ماشينونو كې د موشكوش مرمۍ، چې ۴۰۰ متره د برېښنا د شارټ مزي هم ورسره و، ځاى پر ځاى شوي وو.
همداراز د جامو مينځلو په ماشينونو كې داسې چاودېدونكي توكي هم ځاى پر ځاى شوي وو، چې په بم جوړونه كې ترې كار اخيستل كېږي.
د والي وياند وويل، د پېښې په تور يو كس هم نيول شوى دى، چې څېړنې به ترې پيل شي.
نوموړي د بلخ ولايت امنيت ډاډمن وباله او د يادو امنيتي برياليتوبونو په ترلاسه كولو كې يې د خلكو د مرستې ځانګړې يادونه وكړه.