اسعداباد (پژواک ٤ تله ٩١): د نورستان ولايت چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو د دغه ولايت او چپې درې ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لاره بنده کړې، چې له امله يې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو دغه لاره د کونړ د چپې درې په ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې بنده کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه کار سره د نورستان د مرکزي سيمو اوسېدونکي د خوراکي توکو او درملو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ شوي دي.
د نورستاني په وينا، که د کونړ ولايتي اداره يې غم ونه خوري، نو له امله به يې د مرکزې نورستان د پارون او واما خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.
امنيه قوماندان وايي، چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د نورستان خلک د اړتيا وړ توکي ذخيره کوي؛ ځکه چې د ژمي پر مهال بيا د زياتې واورې له امله لارې بنديږي.
د هغه په وينا، وسلوال مخالفين د نورستان اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي، چې حتى يو کيلو خوراکي توکي هم له ځان سره يوسي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي وايي، چې تر اوسه د نورستان چارواکو دوى ته په رسمي توګه په دې اړه شکايت نه دى کړى او نه هم دوى په چپه دره کې د يادې ستونزې په اړه کوم راپور لري.
هغه وايي، د کونړ ولايتي ادارې او امنيتي ځواکونو پرېکړه کړې چې د ماڼوګي او چپې درې ولسواليو ته د دويمې لوا يو کنډک ور واستوي، ترڅو د لارې امنيت خوندي کړي او د دغه کنډک د لېږد چارې پيل شوې دي.
د چپې درې يوه اوسېدونکي نصرالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ګوسلک په سيمه کې وسلوالو د نورستان د خلکو پر مخ لاره تړلې او اجازه نه ورکوي چې خلک له ځان سره خوراکي توکي ولېږدوي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې مسافر له ځان سره خوراکي توکي ولري، نو د وسلوالو له خوا ترې اخيستل کېږي.))
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن