Language

د مدني ټولنې ځينو غړو د سولې په عالي شورا کې د بدلون غوښتنه وکړه

کابل (پژواک٦ وږى ٩١): د مدني ټولنې ځيني غړي وايي، چې حکومت د سولې د پروسې لپاره ځانګړې کړنلاره نه لري او د برياليتوب لپاره يې اړتيا ده، چې د سولې په عالي شورا کې بدلون راشي.

دغه څرګندونې د مدني ټولنې غړو شريفې زرمتۍ، ميرويس رحيمزي او محمديونس اختر د افغانستان د رسنيز مشارکت په يوه ټلويزيوني بحث کې کړې دي.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا جوړېږي، چې تېر کال يې د کب په ٢٢مه خپل شتون اعلان کړى دى.

په ياد رسنيز مشارکت کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، چې د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه هره اوونۍګډ بحثونه جوړوي.

د مدني ټولنې غړې شريفه زرمتۍ وايي، چې د دولت د سولې په عالي شورا کې داسې کسان نشته چې د افغانستان خلک پرې باور وکړي.

د زرمتۍ په خبره، که حکومت سولې ته لېواله وي، نو لومړى دې په يادې شورا کې بدلون راولي او داسې کسان په کې وګوماري چې پر سولې باور ولري.

د نوموړې په باور، د دولتي پوستونو په څېر د سولې د عالي شورا پوستونه هم د مصلحت له مخې داسې کسانو ته ورکړل شوي، چې شخصي ګټې او د خپل موقف ساتلو ته وفادار دي.

د دې په خبره، له همدې امله په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې د سولې پروسې کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده.

دا وايي، که حکومت غواړي د سولې هڅې يې نتيجه ورکړي، نو زړه سواند، رېښتيني او د هېواد پر مختګ ته ژمن کسان بايد د سولې په عالي شورا کې وټاکي.

هغې همداراز وويل، چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه بايد د وسلوالو مخالفينو د تجهيز او تمويل پر مرکزونو تمرکز وکړي او د سيمې پر هغو هېوادونو فشار راولي ترڅو د دغو وسلوالو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د مدني ټولنې بل غړى محمد يونس اختر، چې په ياد بحث کې يې ګډون کړى وو، بيا وايي، چې که د حکومت د سولې پروسه بريالۍ واى نو په تېرو کلونو کې به يې لاسته راوړنه درولوده.

دى هم پر حکومت له دې امله نيوکه کوي، چې د سولې په عالي شورا کې يې ډېر هغه کسان راټول کړي، چې د خلکو په وينو يې لاسونه سره دي.

د اختر په باور، اوسنى حکومت تېرې ناکامې تجربې تکراروي، چې د پخواني ولسمشر نجيب الله په وخت کې د مجاهدينو او حکومت ترمنځ يې له مخې د سولې ناکامه هڅې شوې وې.

نوموړى وايي، حکومت د ستونزې اصلي ريښو ته، چې له بهره وسلوال تجهيز او تمويليږي او د بريدونو لپاره افغانستان ته رت استول کېږي، پام نه دى کړى.

د هغه په وينا، حکومت نه دى توانېدلى نړيوال دې ته قانع کړي، ترڅو پر پاکستان فشار راولي، څو د دغو وسلوالو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د اختر په باور، حکومت له مخالفينو او “ترهګرو” ځانګړى تعريف نه لري.

دى وايي، چې د سولې د پروسې د برياليتوب لپاره همداراز بايد خپل مخالفين تعريف کړي او له هر يوه سره د خبرو لپاره بايد ځانګړى ميکانيزم جوړ کړي.

نوموړي زياته کړه، چې هر څوک د دولت د وسلوال مخالف په نوم له دولت څخه امتياز ترلاسه کوي، خو دغه کار د افغانستان پر سولې کوم مثبت اغېز نه دى لرلى.

اختر وايي، چې اصلي ستونزه، له وسلوالو مخالفينو د بهرني ملاتړ له منځه وړل دي او د حکومت د واک پراخول دي.

د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز غړي ميرويس رحيمزى که څه هم وايي، چې سوله د افغانستان د خلکو هيله او اړتيا ده، خو زياتوي، چې حکومت په خپله د مخالفينو پر وړاندې ځانګړى دريځ نه لري.

 رحيمزى وايي، لومړى اړتيا ده، چې د حکومت مشران د مخالفينو پر وړاندې ځانګړى دريځ خپل کړي.

د هغه په وينا، دولت په داسې هڅو سره غواړي د روانې جګړې د ګټلو لپاره سوله د يوې وسيلې په توګه وکاروي.

 ده وويل، چې دولت له مخالفينو سره د سولې څرګنده تګلاره خلکو ته نه ده وړاندې کړې، چې د مذاکرې پر مهال له کومو څېزونو تېرېږي او څه به يې په مقابل کې ترلاسه کوي.

رحيمزي د سولې په اړه په افغانستان کې د تېرې اوونۍ جوړې شوې نړيوالې ناستې ته په اشارې سره وويل، چې دا ناسته تر ډېره تشريفاتي وه.

هغه وويل، چې په ياده ناسته کې بايد افغان حکومت په هېواد او سيمه کې د سولې د تګلارې د برياليتوب په اړه د نړۍ د هېوادونو نظر اخيستى واى.

Related Topics