Language

کابل( پژواک، ٧ تله ٩١) : حامد کرزي  د”راتلونکي نسل ته زموږ ژمنه، له پولیو پرته یوه نړۍ ده” په نوم جوړه شوې غونډه کې ژمنه وکړه ،چې افغانستان به د خپل توان په اندازه د پولیو پر خلاف مبارزه کې ټولې هغه هڅې تر سره کړي.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتى دفتر له خوا د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه پرون د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړه شوې وه.

سرچينه وايي چې حامد کرزي دې غونډې ته وويل:(( له نيکه مرغه افغانستان په دې برخه کې څه پرمختګ کړی دی، خو په کار ده ، چې دا ناروغي له خپلې ټولنې څخه په بشپړ ډول له منځه یوسو.))

حامد کرزي وویل ،چې د افغانستان لپاره ددې مسلې په اړه د نړۍ د سترو شخصیتونو لکه بيل ګیتز او نړیوال روغتیايي سازمان پام ډېر اهمیت لري.

ولسمشر په افغانستان کې دپولیو د له منځه وړلو په اړه وویل:(( موږ ژمنه کوو چې افغانستان به د پولیو پر وړاندې اغيزمنه مبارزه وکړي.))

 ده زیاته کړه ،چې افغانستان به د نوموړې ناروغۍ پر خلاف د مبارزې په خاطر هرهغه څه ترسره کړي، چې په توان کې یې دي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه به د پولیو د له منځه وړلو لپاره اوږه په اوږه مبارزه  وکړي.

بانکي مون وویل: ((موږ سږ کال په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول د نایجریا، پاکستان او افغانستان په هيوادونو کې د دغې ناروغۍ ډېرې کمې نمونې لیدلي دي.))

ده زیاته کړه ،چې په ټوله نړۍ کې یاده ستونزه ۹۹٪ له منځه تللې ده او په کار ده، چې خپله دنده بشپړه کړو.

بانکي مون په یادو درېیو هيوادونو کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې تر سره شوي کارونه وستایل او هیله یې وکړه ،چې د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې لانور اقدامات تر سره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ناامنو سیمو کې پر ښکيلو غاړو غږ وکړ، ترڅو روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړي، چې خپلې دندې په اسانه توګه او پرته له خنډه تر سره کړي.

په یاده غونډه کې د بل ګیټز د بنسټ مشر ګټز، چې د پولیو پر خلاف د مبارزې لپاره یې له نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف سره په میلیونونه ډالره مرسته کړې، هم خبرې وکړې او د هيوادونو له مشرانو یې وغوښتل ،چې د نوموړې ناروغۍ د ختمولو لپاره پرخپلو ژمنو عمل وکړي.

ده وویل ،چې د پولیو ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره کيدای شي ناامني او یو شمير نورې ستونزې موجودې وي، خو په کار ده، چې په دې برخه کې ټول خنډونه له منځه یوړل شي.