Language

ترافيکي پېښې د دوو پوليس افسرانو په ګډون ٨ تنه ووژل

مزارشريف (پژواک ٨ تله ٩١): په بلخ ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د عامه نظم د پوليسو د دوو افسرانو په ګډون ٨ تنه مړه او شپږ نور ټپي شوي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د تلې په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ترافيکي پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د مزارشريف او بلخ ولسوالۍ ترمنځ پر لويه لار رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د پوليسو يو رينجر موټر چې له ښار څخه بلخ ولسوالۍ ته پر لاره و، له دوو کرولا موټرو سره ټکر وکړ.

شېرجان دراني وويل، چې په دې ترافيکي پېښه کې د پوليسو د عامه نظم قطعې دوه افسران او شپږ نور عام وګړي وژل شوي، دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.

د بلخ ولسوالۍ د روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پېښې دوى ته د څلورو ملکي وګړو مړي او شپږ ټپيان ور وړل شوي، خو وروسته دوو ټپيانو هم په روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

په بلخ ولسوالۍ کې د موټرو د اډې منشي غلام رسول پژواک اژانس ته وويل، چې له مزارشريف څخه د ولسوالۍ په لوري روان د پوليسو يوه رينجر له دوو کرولا موټرو سره له دې امله ټکر کړى، چې له يو بل نه يې د مخکې کېدو هڅه کوله.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې واړه موټر جنګېدلي او له امله يې د سراچې شپږ سپرلي مړه، د کرولا او رينجر سپرليو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. 

Related Topics