کابل ( پژواک، ٩ تله ٩١ ) : په ميدان وردګو ولايت کې د ملي اردو او ايساف سرتېرو ترمنځ نښته کې ددواړو لوريو پنځه سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون دافغانستان په ختيځ کې دداخلي بريد يوه پېښه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې ، چې په دې پېښه کې د ايساف يو سرتېرى او يو بهرنى قراردادي وژل شوي ، خو ايساف ددې وژل شويو کسانو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.
ايساف ويلي، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو ويلي يې دي ، چې په دې اړه دافغانستان له دفاع وزارت څخه بايد معلومات واخيستل شي.
خو د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته په دې اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې دا پېښه پرون ماښام د سيداباد ولسوالۍ د سي سۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د ملي اردو او ايساف ځواکونو ترمنځ نښته شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو او ايساف سرتېرو ترمنځ په دې نښته کې ددواړو لوريو پنځه سرتېري وژل شوي او څلور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو سرتېرو پر ايساف ډزې کړي، دوه سرتېري يې وژلي او دوه يې ټپي کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ايساف ځواکونو په ځوابي بريد کې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي دي.
د رحمت الله په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې ايساف ځواکونو تر ځوابي بريده وروسته په سيمه کې د ملي اردو پوسته هم سوځولې ده.
هغه زياتوي : (( دپېښې کره انګېزه نه ده معلومه، څوک وايي چې ايساف ځواکونو يوه مېرمنه تالاشي کوله، چې د ملي اردو سرتېرو ورسره لفظي شخړه وکړه او بيا يې پرې ډزې وکړې. ))
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې دافغان ځواکونو لخوا پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو لړۍ زياته شوې ده.
د ايساف د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د داخلي بريدونو شاوخوا ٣٥ پېښې رامنځته شوې دي، چې په ترڅ کې يې ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي ، چې ډېرى يې امريکايي سرتېري دي.
تېر اګست د دا ډول بريدونو تر ټول خونړۍ مياشت وه، چې په ترڅ کې يې ١٥ بهرني سرتېري ووژل شول.
ددې بريدونو مخ په زياتېدو سره ناټو ديو شمېر نويو افغان سرتېريو د روزنې لړۍ ودروله او له کنډک څخه په ټيټه کچه يې د ګډو عملياتو او ګزمو نه کولو اعلان هم کړى دى.
بلخوا د افغانستان ددفاع وزارت هم ددې بريدونو د کمولو په موخه يو لړ اقدامات په لاره اچولي دي، دغه وزارت وايي ، چې په دې اړه يې سلګونه نوي سرتېري له دندو ګوښه کړي او د سرتېريو لپاره يې دلارښود يو کتاب هم چاپ کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP