کابل (پژواک ١٠ تله ٩١): د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرۍ استعفى وکړه.
د کرکټ بورډ له خوا د تلې په ١٠مه پژوک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عمر زاخېلوال په خپلو شخصي کارونو کې د ډېرې بوختيا له امله استعفى ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر کرزي د زاخېلوال ځاى ناستى ټاکلى او ټاکل شوې، چې سبا د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شي.
د کرکټ بورډ ادارې تر اوسه د خپل نوي مشر په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د افغانستان کرکـټ بورډ، چې پخوا يې د اولمپيک په چوکاټ کې د يوه فدراسيون په توګه فعاليت درلود، څو کاله مخکې د ولسمشر کرزي له خوا د يوې خپلواکې ادارې په توګه اعلان او د ماليې وزير د دې ادارې د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن