Language

اسعد اباد ( پژواک ١١ تله ٩١ ) : په کونړ ولايت کې د ١٤ ميليونو ډالرو په لګښت د پوليسو د عامه نظم د مرکز د جوړولو چارې د تلې په ١١مه، پيل شوې.

ددې پروژې د کار د پرانستلې پر مهال د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې مرکز جوړېدو سره به ددې ولايت د امنيت چارې  پياوړې شي.

 هغه زياته کړې چې پر دې پروژې ١٤ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي چې د امريکايي ځواکونو د انجنيرۍ څانګې لخوا ورکول کېږي .

 والي وويل چې دا مرکز به د نظم عامه د ٤٨٠ پوليسو د ساتنې وړتيا ولري او په دې مرکز کې به د نورو ولايتونو پوليس هم وروزل شي.

 وحيدي وايي چې په څوکۍ ولسوالۍ کې ددې مرکز د جوړولو پر مهال به د سيمې ٨٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي .

 ددې پروژې يو تن انجنير حضرت نبي پژواک اژانس ته وويل چې دا مرکز په ٩٢ جريپه ځمکه کې جوړېږي، چې په ١٦ بلاکونو به مشتمل وي.

 د هغه په وينا، ددې پروژې چارې به په راتلونکو دوه نيمو کلونو کې بشپړې شي .

 د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په کونړ ولايت کې د سرحدي پوليسو لپاره ورته لوى مرکز او بلانکونه شوي دي .

Related Topics