غزني ښار (پژواک ۱۲ تله ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د يوه پاکستاني په ګډون درې وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض توپان د تلې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار يې د ده يک ولسوالۍ د لغباد په سيمه کې هغه مهال د يوه پاکستاني په ګډون درې وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شول، چې د ملي اردو او ملي پوليس پر ګزمه يې بريد وکړ.
د هغه په وينا، وروسته له وسلوالو طالبانو سره نښته پيل شوه، چې دوه ساعته يې دوام وکړ او په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د دې ترڅنګ يې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په ده يک سيمه کې هم وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
توپان وويل، چې پرون ملي اردو او ملي پوليسو په ياده سيمه کې يو لړ ځانګړي عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې ده يک ولسوالۍ د غزني ښار ختيځ لور ته په ۲۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې پر ډېرو سيمو يې وسلوال طالبان واکمن دي.