چاريکار(پژواک، ١٣ تله ٩١): د پروان د ملي امنيت رياست،د يوه ځانمرګي بريدکوونکي او د هغه د دوو ملګرو د نيولو خبر ورکړ.
د پروان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې امنيتي ځواکونو ياد شوي کسان تېره ورځ ماښام مهال د دې ولايت د بګرام ولسوالۍ د “قلعچه سوخته” په سيمه کې د مخکې تر لاسه شوي راپور پر بنسټ نيولي دي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې،له نيول شويو کسانو څخه هغه تن ،چې د ځانمرګي بريد واسکټ يې اغوستى و، ٢٥ کلن او د بلخ ولايت اوسېدونکى دى .
هغه وايي،چې له ياد شوي تن سره نيول شوي دوه نور کسان د پروان اوسېدونکي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې غوښتل يې په بګرام کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريد وکړي ،امنيتي کسانو له يوه کرولا موټر سره نيولي دي .
ددې ولايت امنيه قوماندانۍ نږدې يوه مياشت مخکې خبر ورکړى و، چې په بګرام کې يې دوه تنه د ځانمرګيو بريدونو له واسکټونو سره نيولي دي.
امنيه قوماندانۍ ويلي، چې دې دوو تنو د ولسمشر پر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم او د ملي دفاع پر وزير سترجنرال بسم الله محمدي د ځانمرګيو بريدونو پلان درلود.
د پروان د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې په دې ولايت ٩٦ تنه د دولت ضد ورانکارو کړنو په تړاو نيول شوي دي .