Language

چارواکي : په شمال کې ملي پوځ دپرمختګ په حال کې ده

مزارشريف ( پژواک ١٣ تله ٩١ ) : په مزارشريف كې د شمال زون د ملي پوځ مسوولين وايي، چې په دغه زون كې ملي پوځ په سلسله واره توګه د پرمختګ په حال كې دى.

 په مزارشريف كې د يادې قول اردو مرستيال او سرپرست بريد جنرال امان الله مبين د تلې په ۱۳مه، د ۸۵۵ سرتېرو د فراغت له غونډې وروسته پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په شمال زون كې ملي پوځ د كيفيت او كميت له اړخه په سلسله واره توګه د پياوړي كېدو په حال كې دى.

 نوموړي زياته كړه، چې نن د يادې قول اردو له سيمه ييز ښوونيز مركز څخه ۸۵۵ سرتېرې له لومړنيو مسلكي زده كړو څخه فارغ شول.

 د هغه په وينا، دغو سرتېرو ته له ۹ مياشتنيو لومړنيو زده كړو څخه وروسته د فراغت سندونه وركړل شو.

 بريد جنرال مبين وويل، چې په ۲۰۹ شاهين قول اردو كې د سرتېرو ورته فراغت د دې مانا  وركوي، چې په شمال زون كې ملي پوځ د پرمختګ په حال كې دى.

 نوموړي زياته كړه، چې د ورته فراغتونو له لارې نه يواځې، چې ملي پوځ د كميت له اړخه پياوړى كېږي، بلكې د كيفيت له اړخه هم پرمختګ كوي.

 د هغه په وينا، اوسمهال په شمال زون كې د دولت مخالف وسلوال د ملي پوځ د لارې خنډ نه شي جوړېدى ،چې له همدې امله يې د امنيت په برخه كې د دوى د هڅو د مخنيوي وس بايللى دى.

محمد هارون فروتن، چې نن يې د ملي پوځ په ليكو كې له نهه مياشتنيو زده كړو څخه وروسته د فراغت سند اخيستى و، په خپلو زده كړو خوښ و.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې له ماشومتوبه يې له ملي پوځ سره مينه درلوده او هيله يې لرله، چې يو وخت د خپل هېواد لپاره د سرښندنې په سنګر كې ناست وي.

 د هغه په وينا، دى چمتو دى، چې د هېواد هر ګوټ ته د خپلو خلكو او خاورې د ساتنې په موخه د دندې لپاره لاړ شي.

 د ۲۰۹ شاهين سرپرست قوماندان بريد جنرال مبين وويل، چې فارغ شوي سرتېري به له دې وروسته كابل ته د لوړو مسلكي زده كړو لپاره استول كېږي، چې وروسته به د شمال زون تر څنګ د هېواد په نورو بېلابېلو ولايتونو كې پر دندو وګومارل شي.