چاريکار(پژواک ١٤تله ٩١): د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو پر مرکز باندې نن سهار توغندويي بريد وشو .
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د بګرام پر هوايي ډګر اته توغنديي راويشتل شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دغه توغندي د هوايي ډګر ختيځ لور ته په دوه کيلومترۍ کې د خنجرخيل له سيمې سره لګيدلي دي، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
ناصري وايي، چې دغه بريد د وسلوالو مخالفينو لخوا شوى او امنيتي ځواکونو په سيمه کې د هغوى د نيولو هڅې پيل کړې دي.
هوايي ډګر ته نږدې يوتن اوسيدونکي ملک ميرزا پژواک ته وويل: ((سهار وختي پنځه بجې وي ،چې د اوو راکټونو اوازونه مې واوريدل.))
نوموړي زياته کړه ، چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، پخوا به طالبانو دوه درې راکټونه ويشتل اوس په يو وار اته راکټونه ولي،چې دغه کار په سمه کې د خلکو انديښنې زياتې کړې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې د بګرام پرهوايي ډګر يې لس توغندي ويشتلي دي.
نوموړي زياتوي، چې په دغه بريد کې يې بهرنيو ځواکونو ته مالي او ځاني زيان اړولى دى، خو د جزئياتو په اړه يې معلومات نه لري.
دبګرام هوايي ډګر، چې د بهرنيو ځواکونو له مهمو نظامي مرکزونو څخه شميرل کيږي په روان کال کې څو ځله تر توغندويي بريدونو لاندې راغلى دى.
پر ياد هوايې ډګر د تيرې مياشتې په توغندويي بريد کې يوه چورلکه سوځيدلې او د ملي امنيت درې تنه کارکوونکي په کې وژل شوي و او دغه راز دوه پوليس او د ايساف دوه سرتيري په کې ټپيان شوي وو.
هغه مهال وسلوالو طالبانو ادعا کوله ، چې د دغه بريد موخه يې د امريکا د لوى درستيز چورلکه وه.