Language

غزني ښار(پژواک، ۱۴ تله ۹۱): د غزني امنیتي چارواکي وايي، چې د درېیو پاکستانیانو په ګډون ۷ وسلوال طالبان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

 د غزني دملي امنیت ريیس سیدامیرشاه سادات نن د تلې په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وویل،چې دغه کسان په غزني ښار او ګيلان ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت له لوري د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې دغه عملیات يې تېره شپه دګيلان ولسوالۍ دعاشور کلا په سیمه کې ترسره کړل ، چې په پايله کې يې یو سيمه ييز طالب قوماندان او درې پاکستاني وسلوال طالبان له وسلو او مهماتوسره يو ځاى نیولي دي.

 د ملي امنیت ريیس وايې، چې ددې ترڅنګ يې دغزني ښارپه یو شمېر سیموکې هم یو لړ عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې يې دری وسلوال طالبان هم نيولي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغو کسانو غوښتل ، چې په افغان ځواکونوبرید ترسره کړي،خو مخکې له دې چې خپلې موخي ته ورسیږي، دامنيتي ځواکونوله لوري ونیول شول.

 د ملي امنیت ريیس وويل، چې اوسمهال هم په سیمه کې عملیات روان دي اوپه دې عملیاتو کې امنيتي ځواکونوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

  تراوسه وسلوالوطالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Topics