اسعداباد (پژواک ١٥ تله ٩١): د کونړ ولايت د ملي امنيت ادارې د زرګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړ.
د دغه ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد توکي تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ د سپين جومات په سيمه کې ونيول شول.
سرچينې زياته کړې، ياد توکي چې ١٨ زره کيلوګرامه ( ١٨ ټنه) وو، په دوو لاريو موټرو کې د سمنټو په بوجيو کې تر خښتو لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.
د ملي امنيت رياست وايي، چې منسوبينو يې د يوه راپور له مخې ياد موټر تلاشي، چې دغه اندازه توکي او په تړاو يې دوه تنه ونيول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي دغه توکي (امونيم نايټرېټ) له جلال اباد څخه د ورانکاره کړنو په موخه د دغه ولايت ماڼوګي او چپې درې ولسواليو ته لېږدول کېدل.
سرچينه زياتوي، پولسو د دغو توکو په تړاو له نيول شوو کسانو پوښتنې پيل کړې دي.