Language

اسعد اباد ( پژواک ١٦ تله ٩١ ) : د کونړ ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د تلې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ايساف ځواکونو ددې ولايت د وټه پور ولسوالۍ د کروم په سيمه کې هوايي بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې  بريد کې ددوو قوماندانانو په ګډون درې وسلوال وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې هوايي بريد کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.

د کونړ والي دا هم وويل ، چې نن د وټه پور ولسوالۍ د کروم په سيمه کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

وحيدي وايي ، چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

Related Topics