ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياسي کارپوهان: افغانستان پاکستان ته له ځوابي بريده پرته بله لاره نه لري

سياسي کارپوهان: افغانستان پاکستان ته له ځوابي بريده پرته بله لاره نه لري

author avatar
7 Oct 2012 - 16:49
سياسي کارپوهان: افغانستان پاکستان ته له ځوابي بريده پرته بله لاره نه لري
author avatar
7 Oct 2012 - 16:49

کابل ښار (پژواک ١٦ تله ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې افغان دولت دوه قانوني پړاوونه ترسره کړل او له دې وروسته بايد د پاکستان بريدونو ته ورته ځواب ورکړي.

د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت مرستيال او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د تلې په ١٠مه د ننګرهار ګوشتې سرحدي ولسوالۍ ته د يوه سفر پر مهال وويل، چې که له پاکستان سره د ننګرهار او کونړ د سرحدي سيمو ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره نه شوه، نو ملي ځواکونه به هغه سيمې په نښه کوي، له کوم ځايه چې بريد کېږي.

د ولسي جرګې غړي ډاکټر نقيب الله فايق، د پوهنتون استاد او د مدني ټولنې غړي لطيف نظري او ژورنالېست او د سياسي چارو کارپوه عصت قانع په يوه ګردي مېز کې د دغې موضوع په اړه بحث وکړ.

دغه ازاد راډيويي ټلويزيوني بحث د هغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اوونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي. 

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېر کال يې د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

ډاکټر نقيب الله فايق د دغې اوونۍ په بحث کې وويل، چې افغان دولت هغه قانوني پړاوونه پوره کړي دي؛ ډيپلوماتيکې هڅې يې کړې او د امنيت شورا ته عارض شوي دي.

د هغه په وينا، اوس درېيم پړاو دى، چې په دغه پړاو کې بايد افغان دولت د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې په موخه پر پاکستان ورته بريد وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې له پاکستان سره لا ډېره اوږده لاره پاتې ده، چې اوس دواړه حکومتونه د يو او بل پر ضد تبليغات کوي، لفظي شخړې کېږي او پر او يو بل تورونه لګول کېږي.

فايق وويل: ((د ستراتيژيک تړون موضوع هم شته، چې بايد افغان چارواکي يې پر وړاندې ډېر محتاط ګامونه واخلي.))

د ده په خبره، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو پر ځاى او سم تصميم نيولى، دا يې حق دى او خلکو هم همدا تمه ترې درلوده، چې بايد همداسې ووايي.

د مدني ټولنې غړي او د پوهنتون استاد لطيف نظري بيا وويل، چې ډيپلوماتيکي هڅې بايد نورې هم پياوړې او پراخې شي او دا چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې مېشته ده، له دې بايد ګټه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان دولت دغه مهال له ترهګرۍ سره پر وسلواله مبارزه بوخت دى او نورې هم ډېرې ستونزې دي، چې بايد هوارې يې کړي.

د هغه په وينا، افغان دولت بايد د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي لپاره له هغوى سره د ښه ګاونډيتوب پاليسي په خپله بهرنۍ ستراتيژۍ کې ولري او تعقيب يې کړي.

د ده په خبره، د افغان چارواکو دغه خبره، چې ګواکې ډيپلوماتيکي هڅې ناکامې شوې، سمه نه ده او بايد خپلې دغه هڅې لا فعالې او پراخې کړي.

نظري وويل: ((افغان دولت بايد نړيواله ټولنه په دې ستونزه باوري کړي او دې ته دې مجبوره کړي چې مداخله وکړي او پاکستان اړ باسي، چې نور له دغه ډول تېريو لاس په سر شي.))

ژورنالېست او د سياسي چارو کارپوه عصمت قانع وايي، چې د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان پر خاوره د توپچي بريدونه يوه لوبه ده.

د هغه په وينا، دغه لوبه د پاکستان او افغان ملت پر زيان ده او په دې کې د سيمې د نورو هېوادونو او نړيوالو زبر ځواکونو ګټې نغښتې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دا موضوع بايد له ډيپلوماتيکو لارو هواره شوې واى، خو افغان دولت تر اوسه يو غوره او پياوړى بهرنى سياست نه لري، چې له مخې يې له ګاونډيانو سره پرې خپلې ستونزې هوارې کړي.

قانع وويل: ((په افغان حکومت کې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي شبکو پخواني جاسوسان راټول شوي او هېڅکله نه شي کولاى په خلاص مټ د ګاونډيانو پر وړاندې يوه دقيقه او سمه ډيپلوماسي جوړه کړي.))

د يادونې وړ ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې پر کونړ ولايت د پاکستان له خاورې توپچي بريدونه کېږي، چې تر اوسه په کې شاوخوا ٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورنۍ کډه شوې او خلکو ته يې ګڼ مالي زيانونه هم اړولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.