مزارشريف (پژواك ١٧ تله ٩١): د بلخ ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مزارشريف ښار كې د معتادينو د غير مسلكي درملنې غيرقانوني مركزونه جوړ شوي دي.
دغه څرګندونې د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاكټر ميرويس ربېع د تلې په ۱۸مه په مزارشريف ښار كې د نجات سنټر له خوا د معتادينو د ۵۰ بستريز روغتون د پرانيستې پر مهال وكړې.
نوموړي د پژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې له څه مودې راهيسې په مزارشريف ښار كې د معتادينو يو شمېر غير قانوني مركزونه جوړ شوي، چې په غير مسلكي توګه درملنه كوي.
د هغه په وينا، دغه مركزونه په عامه ځايونو كې نه بلكې په كورونو كې جوړ دي، چې د معتادينو له كورنيو څخه د پيسو اخيستو په بدل كې د هغو معتاد اولادونه په غير مسلكي توګه درملنه كوي.
ربېع وويل، چې څه موده وړاندې يې د ورته مركزونو له ډلې دوه مركزونه وتړل او كاركوونكي يې څارنوالۍ ته معرفي كړل؛ چې د ځينو كړيو په ملاتړ بېرته خوشي شول.
نوموړي زياته كړه: ((اوس يو ځل بيا دغه مركزونه جوړ شوي خو موږ يې په اړه امنيتي مسوولينو ته خبر وركړى او هيله كوو، چې د قانون منګلو ته يې وسپاري.))
د هغه په وينا، په مزارشريف كې د معتادينو درملنه يوه جدي اړتيا ده؛ خو بايد د هېواد د عامې روغتيا د قانون او تګلارې له مخې يې درملنه وشي.
د عامې روغتيا رييس د نجات سنټر له خوا د ننني ۵۰ بـستريز پرانيستل شوي روغتون يادونه وكړه، چې د دغه ولايت د معتادينو په درملنه كې به خورا ګټور ثابت شي.
په افغانستان كې د نجات روغتيايي مركز عمومي مرستيال عبدالفتاح حميدي پژواك ته وويل، چې دوى نن له كابل او ننګرهار څخه وروسته په بلخ ولايت كې د معتادينو د ۵۰ بستريز روغتون پر پرانيسته بريالي شول.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه مركز كې له ۸ كلنو څخه تر ۱۸ كلنو پورې د معتاد ځوانانو درملنه په وړيا توګه ترسره كېږي.
د هغه په وينا، د دوى له خوا جوړ شوى د معتادينو روغتون به په مزارشريف كې د كور په نامه د معتادينو د اروايي درملنې د مركز په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
حميدي وويل، د كور په نوم د معتادينو اروايي مركز له سيمو څخه معتادين راټولوي او له څو ورځو اروايي درملنې وروسته يې دوى ته معرفي كوي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس كه څه هم په بلخ ولايت كې د شته معتادينو د كره شمېرې له ښودلو ناخبري وښوده خو زياته يې كړه، چې درې كاله وړاندې د يوې شوې سروې له مخې په بلخ ولايت كې ۱۰۰زره معتادينو شتون درلود.
نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ په دغه ولايت كې د معتادو مېرمنو د درملنې د يو مركز په ګډون د معتادينو د درملنې درې روغتونونه شتون لري.
ډاكټر ربېع شته مركزونه د بلخ د معتادينو د سمې او ګړندۍ درملنې لپاره كافي ونه ګڼل او له دولته يې په دې برخه كې د جدي پاملرنې غوښتنه وكړه.