Language

د ترهګريزو کړنو د ترسره کولو په تور درې تنه ونيول شول

مزارشريف (پژواک ١٨ تله ٩١): امنيتي چارواكي وايي، چې په مزارشريف ښار كې يې درې كسان د ترهګريزو كړنو د ترسره كولو په تور او دوه ښځينه غله نيولي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسول عبدالرزاق قادري د تلې په ۱۹مه، په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې د طالبانو له خوا د نهر شاهي ولسوال ورور له دوو نورو كسانو سره د ترهګريزو كړنو په تور نيولي دي.

 نوموړي زياته كړه، چې نيول شوي كسان بېګا شپه د مزارشريف په اړوند سيمه كې د يوې چاودنې د پلان د جوړولو په حال كې وو، چې امنيتي ځواكونو ونيول.

د هغه په وينا، دوى له ډېرې مودې راهيسې د نيول شوي ګروپ په اړه استخباراتي معلومات لرل، چې بېګا شپه يې په نيولو بريالي شول.

د امنيت امر وويل: ((د يادو كسانو له نيولو وروسته به په مزارشريف كې د احتمالي چاودونو كچه خورا راټيټه شي.))

دغه راز نوموړي د مزارشريف ښار په اړوند ساحو كې د دوه ښځينه غلو د نيولو خبر هم وركړ.

قادري وويل، چې بېګا شپه يې دوه غلې مېرمنې چې د كود برق په ساحه كې يې يو كور لوټلى و، ونيولې.

د مزارشريف اوسېدونكي هم د امنيتي ځواكونو د ورته كړنو په ترسره كولو خوښي څرګندوي.

د درېيمې ناحيې اوسېدونكي حاجي افضل پژواك اژانس ته وويل، كه چېرې پوليس په رښتيني توګه خپله دنده ترسره كړي، نو هېڅوك به ورانكاري ونه شي كړاى.

نوموړي زياته كړه، چې د هرې ناسمې كړنې د تر سره كېدو تر شاه د پوليسو د غفلت وېره شته ده، كه چېرې پوليس ويښ وي نو هر څه به سم وي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر قادري وويل، چې په دواړو پېښو كې د نيولو شويو كسانو په اړه څېړنې روانې دي.

Related Topics