اسعد اباد (پژواک ٢١تله٩١) : په کونړ ولايت کې د دولت وسله والو مخالفينو د ملي اردو څلور سرتېري له موټر نه ښکته کړي او وژلي دي .
دا څرګندونې د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نظري نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل،چې وسلوالو مخالفينو ياد شوي څلور تنه تېره ورځ ناوخته د ماڼوګۍ ولسوالۍ په متين سيمه کې له يو شخصي سراچه ډوله موټر څخه ، چې عادي کليوالي جامې يې پر تن وې، ښکته کړي او ددې ولسوالۍ د شوړک سيمې خوا ته يې بيولي او بيا وژلي دي .
د هغه په وينا، د سيمې سپين ږيرو د يادو شويو سرتېرو مړي نن د کونړ مرکز اسعداباد ته روان کړي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال محمد نعمان هاتفي هم ددې کسانو وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل ، چې د هغوى د خدمت موده پوره شوې وه او غوښتل يې چې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
نظري وايي، چې له يادو کسانو څخه يو يې د پروان او درې نور يې د بغلان د پلخمري اوسيدونکي وو او مړي يې په کابل کې د سردارمحمد داودخان روغتون ته لېږدول شوي دي .
تر دې دمه د يادو کسانو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.