Language

کابل ( پژواک ۲۱ تله ۹۱ ) : د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې د تلې په ۲۲مه، دسهار تر ملي سرود څخه وروسته د ملالۍ یوسفزې لپاره دعا کیږي.

د سولې جایزه ګټونکې او د پوهنې مبارزه ملالۍ یوسفزۍ څو ورځې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د وسلوالو طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې ده او اوسمهال د پاکستان په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د افغانستان د ښوونې او رونې وزارت لخوا دتلې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پر زده کوونکې ملالې یوسفزۍ د شوي برید د غندنې او د هغې د روغتیا لپاره د دعا په موخه سبا (د شنبې ورځ د میزان ۲۲مه) د هیواد په ټولو ښوونځیو کې د دعا مراسم تر سره کیږي.

سرچینې زیاته کړې چې د ښوونې او روزنې وزیر ډاکتر فاورق وردګ په کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته ځي او له زده کوونکو سره یو ځای د ماشومې ملالې د روغېدو لپاره دعا کوي .

دیادونې وړ ده چې ولسمشر حامد کرزي هم پر ملالې شوی برید غندلی او دهغې د ژر رغیدا دعا یې کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.