کابل(پژواک،٢٣تله٩١): د ختيځو ولايتونو سراسري ټولنيزه شورا،په هېواد کې روانو ستونزو ته د حل لارې د موندلو په موخه د بين الافغاني کنفرانس د جوړولو هڅې کوي.
يادې شورا نن هم په کابل کې د ملي يوالي د ټينګښت او د هېواد د سوکاله راتلونکې په موخه يوه غونډه رابللې وه ،چې د دې شورا د غړيو تر څنګ د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو، د سياسي ګوندونو غړيو او اکاډميکو شخصيتونو په کې ګډون درلود. د ختيځو ولايتونو د يادې شورا مشر قمر الدين شينواري په نننۍ غونډه کې وويل، چې دغه شورا په هېواد کې د ولسونو ترمنځ د زيانمن شوي باور د ډېرولو او د ملي يووالي د ټينګښت په موخه جوړه شوې ده . شينواري وويل چې په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې دوام لري او د ناامنيو لړۍ ورځ تربلې پراخېږي. دده په وينا، دولت ته په کار ده ، چې په هېواد کې د روانې ستونزې د حل لپاره د ستونزو اصلي لامل ته پام وکړي. د شينواري په باور، ترڅو، چې د خلکو ترمنځ د قوم پرستۍ روحيه له منځه لاړه نشي او د اړيکو له مخې د کسانو پر دندو ګومارل بند نه شي، فکر نه کوي، چې د هېواد روانه ستونزه حل شي . دى وايي په کار ده ، چې دولت په خپلو ادارو کې اصلاحات راولي او د ستونزې د حل لپاره د خلکو د شوراګانو په څېر د ملي بنسټونو رول ته پام وکړي. دده د معلوماتو له مخې،د ختيځو ولايتونو سراسري ټولنيزه شورا په پام کې لري، چې په هېواد کې روانو ستونزو ته د حل لارې د موندلو په موخه په نږدې راتلونکي کې يو ملي بين الافغاني کنفرانس راوبولي. خو ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل. شينواري له نړيوالې ټولنې وغوښتل ،چې له دې کنفرانس څخه ملاتړ وکړي، ځکه چې د افغانستان سياسي ثبات د ګاونډيو هېوادونو او نړۍ مشروعې ګټې هم خوندي کوي. دى وايي، نړيواله ټولنه بايد داسې نظريې شاته وغورځوي ،چې په افغانستان کې د پلې کولو وړ نه دي او يا هم د نړۍ له حالاتو سره سمون نه لري. دده په خبره، په افغانستان کې د نړۍ د زبرځواکونو رقابت ددې لامل شوى، چې ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان کې لاسوهنه وکړي . دده په اند، بهرنيانو ته تمه لرل افغانستان نشي جوړولى او په کار ده، چې افغانان په خپله د خپل هېواد د ستونزو د لرې کولو لپاره سره يو شي . ده پر افغانانو غږ وکړ، چې يو د بل پر وړاندې زغم پيدا کړي او په ملي روحيې سره د روانو ناخوالو په له منځه وړلو کې د يو بل ترڅنګ ودرېږي او هر يو د خپل هېواد او خلکو پر وړاندې خپل مسووليتونه وپېژني. د نننۍ غونډې يوه بل ګډونوال انجينر عاصم بيا د حکومت پر کړنو نيوکې وکړې او په حکومت کې فساد او بي غوري يې د روانو ناخوالو د دوام لاملونه وبلل. د عاصم په اند، ترڅو چې حکومت د هېواد په سوله کې د ټولنيزو بنسټونو او سياسي ګوندونو رول ته پام ونه کړي، د هېواد ستونزې به همداسې پرځاى وي. ده تور پورې کړ، چې حکومت ددې بنسټونو ملاتړ نه کوي. په کابل کې د شمشاد د خصوصي ټلوېزيون مشر حاجي فضل کريم هم غونډې ته په خپلو خبرو کې هېوادوال يووالي ته راوبلل او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د زورواکۍ مخه ونيسي. ده هم وويل ،چې د هېواد د سولې او ابادۍ لپاره ملي يووالي ته اړتيا ده.