Language

راکټي بريد په بګرام کې بهرنيو ځواکونو ته مالي زيان اړولى

چاريکار (پژواک ٢٩ ميزان ٩١): د راکټي بريد له امله د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د لوژستيکي توکو پر زېرمه شاوخوا ١٣ ساعته لګېدلي اور مالي زيانونه واړول.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه زېرمه چې د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه د پنج کلا په سيمه کې موقعيت لري، تېره شپه شاوخوا اته بجې دوه راکټه وويشتل شوه.

د ده د معلوماتو له مخې، اطفايې وکولاى شول چې پر دې زېرمه لګېدلى اور نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه نيمې بجې مړ کړي.

سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په بريد کې ځاني زيان نه دى اوښتى، خو له امله يې لګېدلي اور مالي زيانونه اړولي دي.

د پروان امنيه قوماندان محمداکرام بېکزاد وايي، چې په دې اور لګېدنه کې زر متره مربع مساحت لرونکې زېرمه او په هغې کې شته خوراکي توکي له منځه تللي دي.

هغه وويل، چې سم له لاسه د سوځېدلو توکو د ارزښت په اړه څه نه شي ويلاى.

د ده په وينا، پر دې زېرمه ياد راکټي بريد د “قلعه نصرو” له لوري چې د زېرمې په سوېل ختيځ کې موقعيت لري، شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زېرمې او قلعه نصرو سيمې تر منځ درې سوه متره واټن دى او بريد د “باج اخيستونکو” له خوا شوى دى.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، له بريده يو ساعت مخکې ناپېژانده کسانو د هغه بهرني شرکت کار کوونکو ته، چې د دې زېرمې تړون يې کړى، د ټيلېفون له لارې ويلي وو، چې که پيسې ورنه کړي، نو بريد به پرې وکړي.

ده په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې پوليس د يادو کسانو د پېژندنې او نيولو هڅې کوي.

د هغه په وينا، که پوليسو او اطفايې د اور مخه نه واى نيولې، ښايي د پېښې ځاى ته څېرمه د تېلو زېرمه هم د خوراک شوې واى او درانه مالي زيانونه به يې اړولي وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ياد بريد د دوى کسانو کړى او له امله يې ډېر مالي زيان اوښتى دى.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بهرنيو ځواکونو او د ياد شرکت له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه.

Related Topics