Language

د کابل – جلال اباد پر لاره ترافيکي پېښې شپږ تنه مړه کړل

جلال اباد ( پژواک ٢٩ تله ٩١ ) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او څلور ټپيان شول.

 

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک  د تلې په ٢٩ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ترافيکي  پېښه نن له غرمې وروسته د درېيو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې د  کابل – جلال اباد پر لويه لار ددې ولايت دقرغيو ولسوالۍ د سرخکانو په سيمه کې د يوه  سراچه ډوله موټر او لارۍ تر منځ د ټکر له امله ياده پېښه رامنځته شوه.

 

ځواک وايي چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور يې تپيان دي.

 

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې يوه نارينه او پنځه مېرمنې شامل دي او ټپيان ټول ماشومان دي.

د لغمان د والي وياند وايي چې ټپيان د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته پېښه تائيد کړه او زياته يې کړه چې د پښې له ځايه دوى ته شپږ تنه، چې درې تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى او درې ماشومان چې روغتيايي حالت يې د انديښنې وړ دي ور وړل شوي دي.  

 

د پېښې عينې شاهد رحمان الله وايي چې په پېښه کې لارۍ موټر په بشپړه توګه سوځېدلی دى .

ياده دې وي چې د تورخم – کابل لويه لاره وخت ناوخت د ورته پېښو شاهده وي.

Related Topics