غزني ښار(پژواک ۳۰ تله ۹۱): د کورنیو چارو وزارت ، نن د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم ۲۰۰ سیمه يیز پولیس پر دندو وګومارل.
د کورنیو چارو وزارت د سیمه يیزو پولیسو د ریاست مرستیال سمونوال روح الله پژواک خبري اژانس ته وویل ،چې ددې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې هم شاوخوا يوه اونۍ مخکې سيمه ييز پوليس پر دنده ګومارل شوي دي .
ده د امنیت په ټينګښت کې د سيمه ييزو پوليسو ونډه مهمه وبلله او ويې ويل ، په پام کې ده، چې ډېر ژر ددې ولايت په نورو ولسواليو کې هم ١٢٠٠ دا ډول پوليس پر دندو وګومارل شي .
سيمه ييز پوليس چې په عامو خلکو کې د اربکيانو په نوم شهرت لري، په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت دنده لري او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تنظيم شوي دي.
دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په زرګونو سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي دي.
د پوليسو د ٥٠٥ سپين غر زون قوماندان عصمت الله عليزي نن په اندړو کې د سيمه ييزو پوليسو د ځاى پر ځاى کولو په اړه ددې ولسوالۍ په مرکز کې په جوړه شوې غونډه کې وويل : ” زه له سیمه ییزو پولیسو غواړم چي د عامو خلکو احترام وساتي او پرینږدي چي بهرني وسله وال په سیمه کي واک ترلاسه کړي او په ملکي خلکو ظلمونه وکړي.”
په اندړو کې د سیمه يیزو پولیسو قوماندان ثناالله پژواک خبري اژانس ته وویل: ” زه خپله مخکي په ولسي پاڅون کي وم، خو د طالبانو ظلمونه چي مې ولیدل نو سیمه ييزو پولیسو ته راغلم. “
د غزني ښار سوېل ته ٣٠ کيلومتره لرې د اندړو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې شاوخوا اووه مياشتې مخکې يو شمېر خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون وکړ.
ثناالله وايي چي ترخپله وسه به دخپلې سیمې دفاع کوي او هېڅ کوم وسله وال ته به اجازه ورنه کړي، چي په دې ولسوالۍ کې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه له منځه يوسي او د بيا رغونې د چارو مخه ونيسي.
خو سیمه پپز پولپس احمدشاه ، چې تر اوسه له پاڅون کوونکو سره ملګرى و، وايي : ” د اندړو ولسوالۍ ۴۷۸ کلي لري، موږ نشو کولای چي امنیت ونیسو، باید زموږ تشکیل ډیرکړي.”
دى له سيمه ييزو پوليسو سره د ملي اردو او ملي پوليسو مرسته اړينه بولي او وايي: ” کله چې په ولسي پاڅون کې وم، لس ساعته په موږ جنګ وشو، ملي اردو او ملي پولیسو مو نندارې کولې او هېڅ مرستې ته رانه غلل. ”
د اندړو ولسوالۍیو اوسېدونکی خوشحال وایي، چې تر ياد شوي پاڅون وروسته ددې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى ، خو په ځينو سيمو کې يې اوس هم وسلوال طالبان شتون لري.
هغه زياته کړه : “نور موږ د طالبانو له ظلمونو څخه ستړی شوی یو ، اوس به دسیمه ییزو پولیسو په جوړېدو سره امنیت راشي.”